بلخ کې خبریالانو د دې ولایت پولیسو خبرونه تحریم کړل.

بلخ  کې خبریالانو د دې ولایت پولیسو خبرونه تحریم کړل.

۲۵ زمری ۱۳۹۴

مزار شریف: د هیواد په شمال کې له خبریالانو د ملاتړ مرکزونو اعلان وکړ، چې د بلخ ولایت پولیسو اړوند خبرونه یې د یوې اونۍ لپاره تحریم کړل.

د پیام افتاب راپور له مخې دې بنسټونود خبریالانو د حقونو او امنیت او مالوماتو ته د لاس رسي برخه کې د بلخ ولایت امنیه قومندانۍ د نه پاملرنې له امله خبریالانو غبرګون وښوده.

ویل شوي درې ورځې وړاندې د ارزو تلویزیون د پښتو برخې ویاند عبدالحمید ساپی او د المان غږ راډیو ( دویچوله) خبریال باندې د بلخ ولایت د هدادې ولسوالۍ کې وسله واله حمله شوې چې هغوی ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

د خبریالانو له حقونو او خوندیتوب کمېټه چې شمال کې د خبریالانو د ملاتړ پینځه بنسټونو لخوا جوړه شوې، په عبدالحمید ساپي د شوې حملې د پلټنو د څرنګوالي په اړه د بلخ ولایت امنیه قومندانۍ ته تللې وه له مخکني وخت اخیستو سره سره، د بلخ ولایت پولیسو مشر سید کمال سادات له دوی سره نه دي لیدلي.

د دې کمېټې مشر نور اغا شریفي ویلي، د پولیسو دې چارواکي د نه پاملرنې او بې غورۍ له امله دې کمېټې پرېکړه وکړه چې پولیسو پورې تړلي خبرونه تحریم کړي.

هغې زیاته کړه له دې امله یې د بلخ ولایت ژونالیستانو څخه غوښتنه کړې د شنبې له روځې چې د اسد میاشتې۲۴ نېتې سره سمون خوري؛ د سنبلې میاشتې تر لمړۍ نېټې د بلخ ولایت پولیسو اړوند خبرونو ته پوښښ ورنه کړي.

په ورته وخت کې شریفي څرګنده کړه، چې دا کمېټه له لوړ پوړو چارواکو د دې موضوع د جدي څېړنې غوښتنه کوي.

تر اوسه د بلخ ولایت امنیه قومندانۍ پدې اړه غبرګون نه دی ښودلی.