په بلخ کې د دوه تلویزیوني شبکو فعالیتونو ځنډولو امر غیرقانوني دی

په بلخ کې د دوه تلویزیوني شبکو فعالیتونو ځنډولو امر غیرقانوني دی

١ زمری ۱۳۹۴

مزار شریف: د افغانستان خبریالانو مرکز د بلخ ولایت مخابراتو ریاست له لورې د محکمې له پرېکړې پرته، د دوه تلویزیونو نو د نشراتو ځنډول غیري قانون ګڼي او له حکوومت غواړي چې دې موضوع ته په بېړنۍ توګه رسیدګي وکړي.

د بلخ ولایت مخابراتو ریاست دا شخصي تلویزیونونه تېره ورځ له غرمې وروسته د فریکونسي مالیې نه ورکولو امله بند کړل.

د بلخ مخابراتو او مالوماتي ټېکنالوژۍ رئیس خدایداد کیهان پژواک ته ویلي، چې مهران راډیو تلویزیون شبکې او اسیا تلویزیون د دوه کالو مالیه نه ده تصفیه کړې.

دهغه په وینا مخابراتو وزارت په کراتو په رسمي ډول د رسمي لیکونو په استولو له دوی غوښتنه کړې وه، چې خپل مالیاتي حسابونه تصفیه او مالیات ورکړي خو د پر لپسې غوښتنو وروسته چې دوی مثبت ځواب ورنه کړ، پرېکړه وه شوه چې د دوی نشرات وځنډول شي.

د کیهان په وینا مهربان تلویزیون ۳۰ زره ډالر او اسیا تلویزیون ۳ زره ډالر د مخابراتو وزارت څخه پوره وړي دي.

د آسیا تلویزیون مسوول مدیر عبدالبصیر صمدي ویلي دې رسنۍ کلنۍ مالیه کې درې میاشتې ځنډ کړی.

تر اوسه مهربان تلویزیون په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بلخ ولایت اطلاعاتو او کلتور رئیس صالح محمد خلیق ویلي، چې دا ریاست د دې قضیې بهیر کې ښکېل وو خو د یادو رسنیو د نشراتو ځنډ کې هیڅ ډول رول نه لري.

د افغانستان خبریالانو مرکز رسنۍ په خپل وخت د مالیاتو په ورکړه مکلفې بولي خو په دې برخه کې د بلخ ولایت مخابراتو او مالوماتي ټېکنالوژۍ ریاست خپلسرې پرېکړه؛ چې د محکمې له حکم پرته یې کړې غیري قانوني بولي او غندي یې.

له ازادو رسنیو د ملاتړ دا اداره د حکومت له لوړ پوړو چارواکو غواړي هر څومره ژر دې له قانون څخه تښتېدوته د پای ټکی کیږي دي او مخابراتو وزارت ته دې لار ښوونه وکړي؛ چې دې دوه رسنیو ته د بیاځلي فعالیت اجازه ورکړي او پرېږدي چې عدلي او قضایي ادارو ته په مراجعې د خپلې قضیې څخه دفاع وکړي.