د افغانستان خبریالانو مرکز په مزار شريف کې د خبریالانو د امنیت په موخه مشورتي ناسته وکړه

۱۳۹۸ لیندۍ ۲۶ مه

مزارشریف ـ په بلخ ولایت کې د خبریالانو او خبري رسنیو دامنیت په موخه د افغانستان خبریالانو مرکز مشورتي ناسته د دې ولایت له دیني علماوو، سیمه ییزو مخورو او د مدني ټولنو استازو سره د مزارشریف ښار کې ترسره شوه.

بلخ ولایت کې د افغانستان خبریالانو مرکز استازی حبیب الله نجفي زاده وایي دا پروګرام د دې بنسټ د لویو پروسو د یوې برخې په توګه د خبریالانو او خبري رسنیو د لا امنیت په موخه ده او ټاکل شوې چې د هیواد په ټولو اته (۸) زونونو کې په عملي توګه ترسره شي.

د هغه په خبره په دې مشورتي ناسته کې د بلخ د خبریالانو او رسنیو وضعیت باندې خبرې وشوې او ګډونوالو په دې ولایت کې د خبریالانو او رسنیو د امنیت لپاره خپل وړاندېزونه او نظرونه شریک کړل.

نجفي زاده زیاته کړه چې په دې مشورتي ناسته کې د بلخ ولایت ۳۰ تنو دیني علماوو، سیمه ییزو مخورو او د مدني ټولنو استازو ګډون کړی و.

د بلخ ولایت د علماوو او مخورو شورا غړي مولوي رحمت الله په دې ناسته کې وویل:« خبرونه د خبریالانو دنده ده او خبریالان د دیني علماوو په څېر د ټولنې د اصلاح لپاره کار کوي او د خپلې مسلکي دندې لپاره نه یواځې دا چې درناوی یې وشي باید له هر ډول تیري څخه خوندي واوسي.»

هغه د خبریالانو پر وړاندې وروستي تاوتریخوالي ته په اشارې سره وویل: باید افغان دولت او نړیواله ټولنه د پخوا په پرتله د خبریالانو خوندیتوب ته لا زیاته پاملرنه وکړي.

د افغانستان خبریالانو مرکز د معلوماتو په اساس له ۱۳۸۱ څخه تر ۱۳۹۸ هجري لمریز کال پورې د خبریالانو پر وړاندې د فزیکي تاوتریخوالي، ګواښ، فشار او ډارونې له زرو څخه زیاتې پېښې ترسره شوې دي، چې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۰۹ خبریالانو او د رسنیو کار کوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، چې له دې شمېرو څخه یې ۴ ( ۲ بلخ کې، ۱ فاریاب کې، ۱ جوزجان کې) وې.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي د افغانستان خبریالانو مرکز ته وویل چې د وژل شویو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو له ډلې په بلخ کې د وژل شوې خبریالې(پلوشه توخي) په ګډون د شپږو تنو قضیې د محکمو لخوا نهایي شوي او عاملین یې په بند محکوم شوي دي.