د خبريالانو او رسنيو د امنيت په اړه په مزار شريف کې د عدالت غوښتنې ناسته ترسره شوه

۲۵ ليندۍ ۱۳۹۸

مزار شريف ـ په مزار شريف کې د افغانستان خبريالانو مرکز له لوري د خبريالانو او رسنيو د امنيت او خبريالانو په وړاندې د جرمونو له سزا څخه د معافيت کلتور د ختمولو په پار د عدالت غوښتنې ناسته ترسره شوه.

په بلخ ولايت کې د افغانستان خبريالانو مرکز استازى حبيب الله نجفي زاده وايي دا پروګرام د دې بنسټ د لويو پروګرامونو يوه برخه ده، چې ټاکل شوې په عملي توګه د رسنيو او خبريالانو د امنيت کچې لوړولو په موخه د هېواد په اته زونونو کې ترسره شي.

هغه زياته کړه، دغه ناسته چې د رسنيو د خونديتوب او امنيت د تامين ولايتي ګډې کمېټې د غړو په ګډون ترسره شوه، په بلخ ولايت کې يې د خبريالانو او رسنيو وضعيت تر بحث او څېړنې لاندې ونيو.

د افغانستان خبريالانو مرکز د استازي په وينا، بلخ يو له هغه ولايتونو دى چې رسنۍ يې د اقتصادي ستونزو او د اعلاناتو د کموالي، اطلاعاتو ته د لاسرسي او مالياتي مسايلو د محدوديت ترڅنګ له امنيتي ننګونو او ستونزو سره هم مخ دي.

نجفي زاده څرګنده کړه چې د دغې ناستې ګډونوالو له ياد وضعيت د اندېښنې په څرګندولو، په بلخ ولايت کې د رسنيو او خبريالانو د کاري وضعيت د لا ښه والي لپاره خپل نظرونه او وړانديزونه وړاندې کړل او له سيمه ييزې ادارې يې وغوښتل چې د رسنيو د ټولنې پر وړاندې د ننګونو او ستونزو د کموالي لکه د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي او د رسنيو د قربانيانو لپاره څرګند او عملي پروګرام په لاره واچوي.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد په دغه ناسته کې وويل چې د خبريالانو او رسنيو امنيت او خونديتوب په بلخ ولايت کې د امنيت او خونديتوب ګډې کمېټې له لومړيتوبونو څخه دى، او سيمه ييزه اداره به د هغه مسٶليت له مخې چې په دې برخه کې يې لري ، له هيڅ ډول مرستې او پلټنې څخه دريغ ونکړي.

د بلخ ولايت عمومي محکمې د امنيت دېوان رئيس قاضي حول الدین په دغه ولايت کې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالي ته د بلخ دولتي بنسټونو نه رسيدګۍ په اړه د خبريالانو شکايتونو ته په اشارې سره وويل:" موږ مکلف يو چې دغو شکايتونو ته رسيدګي وکړو."

هغه زياته کړه" هيڅ بنسټ حق نه لري چې دوسيه پټه کړي، زه له لويې څارنوالۍ څخه په بلخ ولايت کې د وژل شويو خبريالانو په شمول د خبريالانو د هرې پېښې جزئياتو غوښتنه کوم، او هغه تر څارنې لاندې نيسم."

د افغانستان خبريالانو مرکز د راپور په اساس له ۱۳۸۱ تر ۱۳۹۸هجري لمريز کال پورې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي، ويرې، فشار او تهديد له زر پېښو سربېره د هېواد په مختلفو سيمو کې ۱۰۹ خبريالان او د رسنيو کارکونکي وژل شوي چې له جملې يې ۴ په شمالي حوزه کې ( ۲په بلخ، ۱ په فاریاب، ۱ په جوزجان) دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي د افغانستان خبریالانو مرکز ته وویل چې د وژل شویو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو له ډلې په بلخ کې د وژل شوې خبریالې(پلوشه توخي) په ګډون د شپږو تنو قضیې د محکمو لخوا نهایي شوي او عاملین یې په بند محکوم شوي دي.