د میترا تلویزیون رئیس له یو وسله وال برید روغ وتلی دی

۱۳۹۹ دلو ۱۳ مه

مزارشریف ـ د میترا خصوصي تلویزیون رئیس محمد رحیم صالح نن ماښام مزار شریف ښار کې له یو وسله وال برید روغ وتلی دی.

د بلخ پولیسو د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي، چې د صالح د ادعا په اساس نن ماښام ۵:۵۰ د قیقو په شاوخوا کې کله چې هغې غوښتل له دفتره کورته لاړ شي، په مزار شریف ښار کې د خالد بن ولید په ښارګوټي کې له برید سره مخ شوی دی.

په دې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې برید کې د میترا تلویزیون رئیس ته زیان نه دې رسېدلی او پولیس د دغې پیښې څرنګوالې څیړي او پایله به یې له رسنیو سره شریکه کړي.

بلخ کې د افغانستان دخبریالانو مرکز استازی حبیب الله نجفي زاده وایي د خالد بن ولید ښارګوټی، په کوم ځای کې چې د میترا تلویزیون ریاست شتون لري، د مزارشریف ښار له نسبي امن سیمو ګڼل کېږي.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د میترا تلویزیون په رئیس د وسله وال برید غندنه کوي او له امنیتي بنسټونو غواړي چې دا پېښه په جدي او رڼه توګه وپلټي او د هغې پایله دې له رسنیو سره شریکه کړي.

دا پېښه په داسې وخت کې وشوه چې په وروستیو میاشتو کې په هیواد کې په خبريالانو او د رسنیو په کارکوونکو باندې بریدونه زیات شوي دي.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د شمیرو په اساس، په روان لمریز کال کې په هیواد کې درسنیو او خبریالانو پرضد ۱۰۰ پېښې ثبت شوي دي چې زیاته برخه یې ګواښ او فزیکي تاوتریخوالی دی.

په دې کال کې اووه تنه خبریالانو او د رسنیو کار کوونکو او یو پخواني خبریال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، چې ډیری یې په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.