د ایساف رسنیو مرکز پخوانۍ خبریالې وژلو غندنه کوو

د ایساف رسنیو مرکز پخوانۍ خبریالې وژلو غندنه کوو

۲۶ وږی ۱۳۹۳

مزارشریف: د افغانستان شمال کې د ایساف مطبوعاتي  مرکز وایي د دې بنسټ پخوانۍ خبریاله او شنونکې په خپل کور کې وژل شوې ده.

د دې بنسټ مسوول حفیظ الله مجیدي د افغانستان خبریالانو مرکز ته وویل دا پېښه تېره ورځ سهار د مزارشریف ښار دریمه ناحیه کې، د استوګنې په یوه سیمه کې پېښه شوې ده.

مجیدي د پلوشې د خور له قوله وویل: « یوکس زموږ د کور دروازه کې ویلي چې دواده بلنې کارت یې راوړی او وروسته له پلوشې د یو کلاس اوبو غوښتنه کوي په همدې بهانې سره کورته داخلېږي او وروسته پلوشه د چاکو په ګوزارونو سره وژني.»

د فلوشې خور زیاته کړې مور یې په کور کې شتون درلود، چې له ګاونډیانو د مرستې غوښتنه کړې خو حمله کوونکی توانېدلی چې د پېښې ځای څخه وتښتي.

د مجیدي په وینا ۲۶ کلنې پلوشې د ایساف رسنیو مرکز کې د خبریالې او شنونکې په توګه له څلور کاله کار وروسته خپله دنده پرېښوده او په ۱۳۹۱ د ماسټرۍ زده کړو په موخه د تایلنډ هیواد ته لاړه.

شمال کې د ایساف رسنیو مرکز څرګنده کړه، چې دا ځوانه نجلۍ درې میاشتې مخکې د خپلو زده کړوپای ته رسولو وروسته مزارشریف ته راغلې وه خو تر اوسه روښانه نه ده چې د دې وژنې انګېزه څه ده.

د بلخ پولیس وایي د دې پېښې ترسره کیدو او څرنګوالي په اړه خپلې څېړنې پېل کړي دي.

د ایساف رسنیو مرکز دا پخوانۍ خبریاله او شنونکې په داسې وخت ووژل شوه، چې تېره میاشت په ورته پېښه کې د لحظې محلي راډیو ویاند او خپرونو چمتوکوونکی خالد اګاه یعقوبي نا معلومه وسله والو خپل کور کې په ډزو وواژه.

د افغانستان خبریالانو مرکز د پلوشې توخې پر وژنې د ژورې خواشینۍ ترڅنګ په کلکو ټکو غندي، د الله جل الله جلا له له درباره هغه ته د بخښنې، کورنۍ، دوستانو او همکارانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوي.

د خبریالانو د ملاتړ دا بنسټ له ولایتې ادرې په کلکه غواړي، چې د دې جرم ترسره کیدل روښانه کړي، او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري.