بلخ ولایت لپاره د افغانستان خبریالانو مرکز نوی استازی معرفي شو.

بلخ ولایت لپاره د افغانستان خبریالانو مرکز نوی استازی معرفي شو.

۷ زمری ۱۳۹۶

مزارشریف: حبیب الله نجفي زاده بلخ ولایت کې د افغانستان خبریالانو مرکز نوي استازي په توګه وروپیژندل شو او په کار یې پیل وکړ.

 

1

ښاغلی نجفي زاده نن ورځ د ټولنیزو رسنیو د اونۍ اړوند غونډې مراسمو کې، چې د افغانستان خلکو مزکر لخوا د مزارشریف ښار کې جوړه شوې وه، د افغانستان خبریالانو د رهبرۍ غړي ډاکټر نجیب پیکان لخوا د بلخ ولایت رسنیو ټولنې ته ور وپیژندل شو.

د افغانستان خبریالانو مرکز اجرائیوي مشر احمد قریشي د بلخ ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست ته په یو رسمي خط کې حبیب الله نجفي زاده دې ولایت کې د افغانستان خبریالانو مرکز د نوي استازي په توګه ور وپیژنده.

نجفي زاده د ډاکټرنجیب پیکان ځای ناستی شو، ښاغلی پیکان اوس مهال بلخ ولایت کې د رسنیز او مدني فعالیت ترڅنګ، د دغه ادارو د رهبرۍ د غړي په توګه فعالیت هم کوي.

ډاکټر پیکان په دغه ناسته کې وویل د افغانستان خبریالانو مرکز د یو خپلواک مرکز په توګه، بلخ ولایت کې له خبریالانو او رسنیو څخه ملاتړ او د بیان ازادۍ په برخه کې زیات کارونه ترسره کړي.

هغه هیله وښوده چې ښاغلی نجفي زاده د بلخ ولایت رسنیو ټولنې په همکارۍ خپله نوې دنده په ښه شکل ترسره کړي.

 

2

حبیب الله نجفي زاده د افغانستان خبریالانو مرکز څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د دې مرکز استازي په توګه بلخ ولایت کې د یاد مرکز د پالیسۍ سره سم له خبریالانو او رسنیو څخه ملاتړ او د بیان ازدۍ لپاره کار کوم.

4

د دې ناستې په دوام په شمال کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې استازي محمد بشیر انصاري، شمال کې د نۍ ادارې غړې مبینه ساعي، بلخ ولایت کې د مدني ټولنو غړي سید محمدیزدان پرست، د بلخ ولایت ښاروالۍ کلتوري او ټولنیزو مسوول محمد داود حیدري او یوشمیر خبریالانو ویناوې وکړې او ژمنه یې وکړه چې ښاغلي نجفي زاده سره به د هغه نوې دندې ترسره کولو برخه کې مرسته وکړي.