په بلخ کې د خبري رسنیو د امنېتي تګلارې(پاليسي) جوړونې ښوونیز پروګرام ترسره شو

۱۳۹۸ لیندۍ ۲۰ مه

مزارشریف ــ د بلخ ولايت د رخبري رسنيو لپاره د امنيتي تګلارې جوړونې ښوونيز پروګرام چې د خبري رسنيو او کارکوونکو د امنيت لوړونې په پار جوړ شوی و، پای ته ورسېد.

د افغانستان خبریالانو مرکز اجرائیوي رئیس احمد قریشي وايي دا پروګرام چې د افغانستان خبریالانو مرکز د لویو پروګرامونو له یوې برخې څخه دی، له دې وړاندې په کندز ولایت کې ترسره شوی او ټاکل شوې د نوروشپږو زونونو په مرکزونو( بامیان، هرات، کندهار، خوست، جلال اباد او کابل) کې هم ترسره شي.

هغه وایي په یاده پروسه کې د خبریالانو د امنیت او د خبري رسنیو لپاره د امنیتي تګلارې(پالیسۍ) په اړه ښوونیزې دورې، دیني علماوو، سیمه ییزو مخورو او د مدني ټولنو استازو سره مشورتي ناسته او سیمه ییزو مسوولینو سره د خبریالانو او رسنیو د لا امنیت لپاره د عدالت غوښتنې برخې شاملې دي.

قریشي زیاته کړه چې د رسنیو د مدیرانو ښوونیزه پروسه د خبري رسنیو د امنیتي تګلارې د جوړونې کتاب له مخې ترسره کېږي چې د افغانستان خبریالانو مرکز له لورې د فزیکي امنیت، آنلاین او ډیجيټلي امنیت او رواني امنیت په برخو کې جوړ شوی دی.

بلخ ولایت کې د افغانستان خبریالانو مرکز استازي حبیب الله نجفي زاده وویل چې په دې درې ورځنۍ ښوونیزه دوره کې د بلخ ولایت د ۱۵ خبري رسنیو مسوول مدیرانو برخه اخیستې وه.

هغه زیاته کړه:« موږ د دې ښوونیزې پروسې له ختمېدو وروسته د رسنیو مسوول مدیرانو سره په اړیکه کې پاتې کېږو او هرې رسنۍ سره د هغوی د امنیتي لومړیتوبونو په اساس مرسته کوو.»

د افغانستان خبريالانو مرکز د راپور په اساس له ۱۳۸۱ تر ۱۳۹۸هجري لمريز کال پورې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي، ويرې، فشار او تهديد له زر پېښو سربېره د هېواد په مختلفو سيمو کې ۱۰۹ خبريالان او د رسنيو کارکوونکي وژل شوي چې له جملې يې ۴ په شمالي حوزه کې ( ۲په بلخ، ۱ په فاریاب، ۱ په جوزجان) دي.

د افغانستان خبريالانو مرکز اجرايوي رئيس وايي چې د امنيت نشتوالي سربېره، د خبريالانو پر وړاندې له سزا څخه د معافيت کلتور په ناهيلي کوونکي ډول په يو کلتور بدل شوی دی او د خبريالانو کاري ساحه يې د خبريالانو لپاره تنګه کړې ده.

د هغه په وينا د خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو پرضد يواځې شپږو ترسره شویو پېښو کې عدالت پلی شوی دی او دې قضیو ته د رسېدنې په برخه کې شته ځنډ په هیواد کې د رسنیو او خبریالانو پر امنیت منفي اغېز کړی دی.