په شمالي حوزه کې د خبريالانو د امنيت د لاښه والي ښوونيزه برنامه پای ته ورسېدله

 

۱۳۹۸ ليندۍ ۱۸مه

مزار شريف ــ په شمالي حوزه کې د خبريالانو د امنيت د لاښه والي ښوونيز پروګرام چې د بلخ، فارياب، سمنګان او سرپل ولايتونو خبريالانو پکې ګډون کړی او د مزار شريف په ښار کې جوړ شوی وو پای ته ورسېد.

د افغانستان د خبريالانو اجرايي رئيس احمد قريشي وايي چې دغه ښوونيز پروګرام د افغانستان خبريالانو مرکز د لویو پروګرامونو د یوې برخې په توګه دی، چې د خبري رسنيو او خبريالانو د امنيت لا ښه والي لپاره په لاره اچول شوی دی، چې له دې وړاندې په شمال ختيځه حوزه ( کندز) کې جوړ شوی و.

د هغه په وینا یاد پروګرام د خبري رسنیو د امنیتي تګلارې جوړونې لپاره د ښوونیز کتاب د ویش او تشریح، له یوبل سره د رسنیو د مسوول مدیرانو د تجربو شریکول، د ګډون کوونکو د نظرونو او وړاندیزونو راټولول، د رسنیو د امنیت لپاره عدالت غوښتنه او د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شویو جرمونو د سزا معافیت ختمېدو په برخه کې ترسره شوی دی.

قريشي زياته کړه چې د خبري رسنيو د امنيتي پاليسو د تدوين لارښود کتاب د فزيکي، ډيجيټلي او رواني امنيت په برخه کې چمتو شوې دی.

په بلخ ولايت کې د افغانستان خبريالانو مرکز استازي حبيب الله نجفي زاده، وويل چې په دې پنځه ورځنۍ ښوونيزه دوره کې چې د مزار شريف په ښار کې جوړه شوې وه، د شمالي حوزې له ولاياتو لکه، بلخ، فارياب، سمنګان او سرپل څخه ۳۰ تنو خبريالانو ګډون کړی و.

د نجفي زاده په وينا د دغه پروګرام يوه برخه د ګډون کوونکو په حضور او نورې برخې د رسنيو په دفترونو کې اجرا شوې دي. دغه پروګرام له دې وړاندې په شمال ختيځه حوزه ( کندز) کې جوړ شوی او ټاکل شوې چې د هېواد په نورو شپږو حوزو ( مرکز، جنوب، جنوب ختيځه، ختيځه، لويديځ او کابل) کې په راتلونکو درې مياشتو کې اجرا شي.

د دغې ښوونيزې دورې په پای ته رسېدو سره، ګډون کوونکو په شمالي حوزه کې خبريالانو په وړاندې د امنيتي تهديدونو څخه د اندېښنې په څرګندولو د خبريالانو په بې طرفه اوسېدو باندې تاکيد وکړ او په هېواد کې يې له ټولو ښکېلو غاړو څخه وغوښتل چې د هغوی حقوقو او کاري ازادۍ ته احترام وکړي.

د افغانستان خبريالانو مرکز د معلوماتو په اساس له ۱۳۸۱ لمريز څخه تر ۱۳۹۸ لمريز پورې، د فزيکي تاوتريخوالي، ګواښ، فشار او خبريالانو د ډارولو له زر زیاتې پېښې ترسره شوي دي، چې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۰۹ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي دي.چې له جملې يې ۴ په شمالي حوزه ( ۲ په بلخ، ۱ په فارياب،۱  په جوزجان ) کې ترسره شوي دي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز اجرايي رئيس وايي چې د امنيت نشتوالي سربېره، د خبريالانو پر وړاندې له جزا څخه د معافيت کلتور په مايوسوونکي ډول په يو کلتور بدل شوی دی او د خبريالانو کاري ساحه يې د خبريالانو لپاره تنګه کړې ده.

د هغه په وينا دخبريالانو په وړاندې د جرم ترسره کولو اکثره عاملين په هېواد کې له جزا څخه معاف شوي دي، او د خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو پرضد ترسره شویو شپږ پېښو کې یواځې عدالت پلی شوی دی.