فاریاب ولایت کې ملي امنیت ځواکونو لخوا محلي ژونالست سره له تاوتریخوالي ډک چلند غندو.

فاریاب ولایت کې ملي امنیت ځواکونو لخوا محلي ژونالست سره له تاوتریخوالي ډک چلند غندو.

۶ تله ۱۳۹۷

میمنه: د افغانستان خبریالانو مرکز ملي امنیت ساتونکو لخوا میمنې ښار کې د ایینه تلویزیون محلي ژورنالیست ډبولو پېښه په کلکو ټکوغندي او له مسوولو ادارو غواړي، چې له ښکیلو کسانو سره قانوني چلند وکړي.

فاریاب ولایت کې افغانستان خبریالانو مرکز استازی وایي دا پېښه تېرماښام ۷ بجې شوې ده.

د ایینه تلویزیون تصویر اخیستونکي محمدایوب امیني د افغانستان خبریالانو مرکز ته ویلي، چې د میمنې ښار کې د دې تلویزیون مخامخ سرک څخه د تیریدو په وخت کې د ملي امینت ځانګړو ځواکونو سره مخامخ شوی، چې د ملي امنیت یوساتونکي د هغه د سپکاوي سره سره،  نوموړی ډیر سخت ډبولې چې د مخ برخه کې یې درې کوکه خوړلي دي.

له دې پېښې وروسته، امیني د رسنیو ټولنې یوشمیر استازو سره د فاریاب ولایت ملي امنیت رئیس سره لیدلي، او دې مسوول ورته ویلي چې پېښه کې ښکیل ۵ تورن ساتونکي یې نیولي دي.

افغانستان خبریالانو مرکز له ولایتي ادارې غواړي دې قضیې ته جدي رسیدنه وکړي او پېښه کې تورن کسانو سره قانوني چلند وکړي.

د خبریالانو ملاتړ دا مرکز په ورته وخت کې د هیواد له قوانینو سره سم امنیتي مسوولين مکلف ګڼي چې امنیتي ځواکونو ته د هیواد والو او په ځانګړې توګه خبریالانو سره چې د ولس غږ ګڼل کېږي؛ چلند کول ورزده کړي او له دا ډول پېښو د تکرار مخه ونیسي.