فاریاب کې د پژواک خبریال قطب الدین کوهي د نا پېژانده کسانو په برید کې ټپي شو

فاریاب کې د پژواک خبریال قطب الدین کوهي د نا پېژانده کسانو په برید کې ټپي شو

۱۳۹۹ دلو ۲۳ مه

میمنه- د پژواک خبریال قطب الدین کوهي نن ماښام د نا پېژانده کسانو په ډزو د فاریاب ولایت په مرکز د مېمنې په ښار کې ټپي شو.

سیمه ییزې سرچینې وایي دا پېښه نن ماښام د ۷ بجو په شاوخوا کې د مېمنې ښار په یو بازار کې رامنځته شوې ده. قطب الدین کوهي دمېمنې سیمه ییز روغتون ته وړل شوی دی او تر کلکې څارنې لاندې دی.

یو تن سیمه ییز خبریال علا‌ءالدین ایرکین د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل چې څومرمۍ د ښاغلي کوهي پر بدن لګېدلي دي مګر له نیکه مرغه روغتیاي ټیم ویلي دي چې د ځاني زیان ګواښ له منځه تللی او د کوهي حالت د قناعت وړ دی.

تر اوسه کوم شخص یا ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی. پولیس وایي بریدګر د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي مګر پولیسو په دې اړه خپلې پلټنې پېل کړي دي.

د افغانسان دخبریالانو مرکز، پر کوهي شوی برید په کلکو ټکو غندي او له مسؤلو حکومتي بنسټونو غواړي چې دا پېښه په جدي توګه وڅیړي او د عاملینو په محاکمه کولو سره دې عدالت پلې کړي.

د افغانستان دخبریالانو مرکز اجرایي رئیس احمد قریشي په یوه خبرپاڼه کې وویل:« په تیرو څو میاشتو کې په خبریالانو باندې هدفي بریدونه د ډیردو په حال کې دي چې له بده مرغه تر اوسه په ځینو ولایتو کې یو شمېر خبریالان د جنایت کوونکو او تروریستو ډلو د شومو موخو قرباني شوي دي؛ جنایت کوونکي غواړي په دې بریدونو سره د خبریالانو غږ چوپ کړي.»

هغه زیاته کړه:« د دې حالت دوام د منلو نه دی، په خبریالانو هدفي بریدونه او د هغوی پر وړاندې تاوتریخوالی او ګواښ باید سمدستي په همدې ځای ودریږي؛ حکومت د خبریالانو د امنیت خوندیتوب ترڅنګ په دې مکلف دی چې د دې جنایت ترسره کوونکي محاکمه او عدالت پلی کړي.»

د روان لمریز کال له پېل راهیسې تر اوسه پورې د هیواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو پرضد له ۱۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوې دي چې له بده مرغه په ۸ پېښو کې خبریالانو او د رسنیو کار کوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان دخبریالانو مرکز موندنې ښایي چې د بریدونو او ګواښوونو له ډیرېدو سره په هیواد کې د ځان سانسورونه زیاته شوې او یو شمېر خبریالان بیا د ژوندي پاتې کیدو لپاره له افغانستان څخه وتلي دي.