سرپل کې د محلي خبریال ګواښنه او سپکاوي غندنه کوو.

سرپل کې د محلي خبریال ګواښنه او سپکاوي غندنه کوو.

۳۰ وری ۱۳۹۶

سرپل: د افغانستان خبریالانو مرکز د سرپل ولایت د پولیسو یوشمیر چارواکو له لوري د اریانا تلویزیون ژورنالیست اتیلا نوري ته شوی سپکاوی او ګواښونه غندي او له ولایتې ادارې غواړي چې د پېښې کلکه پلټنه وکړي.

اتیلا نوري د افغانستان خبریالانو مرکز ته ویلي، د محمد پهلوان په نوم د محلي پولیسو قومندان دوه ورځې وړاندې سرپل ښار کې د ملکي ګړو کورونو ته وراوښتی او یوشمیر کورونه یې سوځولي دي.

هغه وویل حمله کوونکي وایي چې دا کورونه د طالبانو هغې ډلې پورې اړوند کسانو دي، چې تیره اونۍ یې صیاد ولسوالۍ کې د پولیسو کورونو باندې برید کړی وو او د څوتنو د وژلو سربیره یې د هغوی کورونو ته اور هم اچولی وو.

نوري وویل:«ما سرپل کې د ملکي وګړو په کورونو برید څخه عکاسي وکړه او د یوشمیر اغیزمن شويو سره مې مرکې هم وکړې، مګر دفتر ته بیرته ستنیدو وخت کې یوشمیر محلي پولیسو په ما برید وکړ، ويې ګواښلم او سپکاوی یې راته وکړ، زما کامره یې واخیسته او زما د ډبولو نیت يې هم درلود؛ خو د سیمې خلکو د حمله کوونکو مخه ونیوله او بچ شوم.»

دې سیمه ییز ژورنالیست روښانه کړه چې تیره ورځ يې د والي دفتر ته مراجعه کړې وه او د پولیسو لخوا ترې اخیستل شوې کامره يې بیرته ترلاسه کړې؛ خو اخیستل شوې ویډیو او انځورنه یې له کامرې پاک کړي و.

دهغه په وینا د سرپل والي ویلي چې د پیښې عاملین نه دي پېژندل شوي؛ خو قضیه ترڅیړنې لاندې ده. نوري وایي د محلي پولیسو د دې قومندان وسله والو لورې پیښ ګواښ له امله پټ شوی دی.

د افغانستان خبریالانو مرکز د محلي پولیسو دا کړنه، د اساسي قانون، ډله ییزو رسنیو قانون او اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون خلاف ګڼي او په کلکو ټکو یې غندي.
دا اداره د سرپل ولایت محلي ادارې څخه غواړي چې د پېښې قانوني پلټنې ترڅنګ، اجازه ورنه کړي چې دا ډول غیر قانوني کړنې کومې چې په حقیقت کې د ازادو رسنیو فعالیت پر وړاندې یو ګواښ دی؛ بیا ترسره کړي.