ازاد خبریال رحمت الله نیکزاد په غزني ولایت کې د ناپېژانده وسله والو له لورې ووژل شو

‍۱۳۹۹ سلواغې ۱ لومړۍ

غزنی- رحمت الله نیکزاد په غزني ولایت کې ازاد خبریال نن ماښام خپل کور سره نیږدې د ناپیژانده وسله والو په ډزو په غزني ښار کې وژل شوی دی.

په غزني ولایت کې د افغانستان خبریالانو مرکز استازی سیف الله مفتون وایي دا پېښه نن مازدیګر د ۵ بجو په شاوخوا د غزني ښار د لومړۍ ناحیې اړوند سنایي سیمه کې شوې ده او بریدګر له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.

هغه وایي چې رحمت الله نیکزاد لمانځه اداکولو په پار له کوره د مسجد په لوري روان و چې برید پرې شوی دی.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د دې برید مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی. وسله والو طالبانو دا پېښه غندلې په خپل لاس لرل یې پکې رد کړي دي.

نیکزاد په غزني کې یو پېژندل شوی ژورنالیست او فعال و چې پخوا یې له یو شمېر رسنیو کار کړی دی، چې د هغې له ډلې د الجزیرې تلویزیون او اسوشیټیډ پریس اژانس سره د کار کولو مخینه له ځان سره لري.

د افغانستان خبریالانو مرکز اجرايي رئیس احمد قریشي په خپله خبرپاڼه کې ویلي:« موږ دا جنایت په کلکه ټکو غندو. د دې فعال خبریال وژنه د هیواد رسنیو ټولنې په ځانګړې ډول د نا امنه ولایت غزني لپاره یوه لویه ضایع ده.»

هغې زیاته کړه: د نیکزاد وژنه؛ د خبریالانو پر وړاندې د جنایتکارو او د بیان ازادۍ د ښمنانو د پلان شوي تاوتریخوالي دوام دی؛ دا بزدلانه بریدونه باید ودرول شي او حکومت دې د هغې د عاملانو په برخه کې عدالت پلی کړي.»

نیکزاد په تېر کې ځانته د پېښو ګواښوونو په اړه اندېښنه ښکاره کړې وه. هغه تېر کال د وسله والو کسانو په برید کې ټپي شوی و.

په تېرو دوه میاشتو کې دا څلورم خبریال دی چې په افغانستان کې وژل کیږي. د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي، د انعکاس تلویزیون ویانده ملاله میوند او موټر چلوونکی یې طاهر خان په دې موده کې په بېلابېلو پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.