د کليد راډيو د نيول شوي خبريال د راخوشې کېدو هرکلی کوو.

د کليد راډيو د نيول شوي خبريال د راخوشې کېدو هرکلی کوو.

غزني: ۱۰ وري ۱۳۹۳

د افغانستان د خبريالانو مرکز په غزني کې د نيول شوي خبريال د راخوشې کېدو هرکلی کوي او له آيساف غواړي چې د دې خبريال د غير قانوني نيولو او څېړنو څرګنداوی دې وکړي.

حکمت الله آرين د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته د غزني ولايت، اندړو ولسوالۍ د ليوان په سيمه کې په خپل کور کې ونيول شو او په بند کې د دوه شپو د تېرېدو وروسته راخوشې شو.

د کليد رسنيز ګروپ د پراختيايي چارو مسوول ريکاردو ګراسي ويلي و چې آرين د بهرنيو ځواکو له خوا نيول شوی دی.

مګر د نړيوالو ځواکونو قومندانۍ (آيساف) په يوه خبرپاڼه کې دې خبريال ته له اشارې پرته څرګنده کړې، چې د افغان امنيتي ځواکونو په مشرۍ په دې سيمه کې عمليات شوي دي او ۱۲ تنه دښمن سره د همکارۍ په شک نيول شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت په دې پېښه کې خپله ښکېلتيا رد کړې وه.

حکمت الله آرين پر خپله فیسبوک پاڼه ويلي دي چې بهرنيو ځواکونو چې د هيلوکوپترونو کې راغلي و؛ د دوي کور ته په راننوتو وويل چې په طالبانو پسې ګرځي؛ مګر سره له دې چې خبر شول چې خبريال دی؛ له ځانه سره يې يوړو.

د دې سيمه یيز خبريال د معلوماتو پر اساس هغه او لس تنه نور نيول شوي په بند کې له دوه شپو تېرېدو وروسته آزاد او خپلو کورونو ته ستانه شول.

د خبريالانو مرکز د حکمت الله آرين په نيولو کې د بهرنيو ځواکونو دا ګام غندي او له آيساف غواړي چې د دې قضې اړوند وضاحت ورکړي چې ولې يې د دې خبريال له هويت د خبرېدو سربېره هم هغه نيولی او څېړنې يې تر کړي.