د کلید راډیو سیمه ییز خبریال له نیول کیدو وروسته نا معلوم ځای ته وړل شوی دی.

د کلید راډیو سیمه ییز خبریال له نیول کیدو وروسته نا معلوم ځای ته وړل شوی دی.

غزني: ۷ وری ۱۳۹۳

کلید خصوصي راډیو اعلان وکړ چې د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ کې یې ځایي خبریال د بهرنیو ځواکونو له لورې تر نیول کیدو وروسته نا معلوم ځای ته وړی دی.

د کلید ګروپ راډیو پراختیايي برخې مشر ریکارو ګراسي وویل چې د کلید راډیو خبریال حکمت الله آرین تیره روځ اندړو ولسوالۍ لیوان سیمې کې له خپل کور څخه ځانګړو امریکایي ځواکونو نیولی دی.

د هغې په وینا وروسته له هغې چې د ارین کورنۍ دا موضوع د کلید راډیو سره شریکه کړه له هغې مودې تر اوسه معلومه نه ده چې دا خبریال یې چیرته وړې او په څه وضعیت کې دی.

د افغانستان لپاره دامنیت او مرستندويه نړوال ځواکونو یا (آیساف) ویلي چې تیره ورځ د افغان ځواکونو په مشرۍ غزني ولایت کې عملیات شوي و؛ چې پرمهال یې وسله والو مخالیفینو سره د مرستې په تور ۱۲ تنه نیولي دي.

مګر دې سازمان نیول شوو کسانو کې د دې خبریال نېونې ته اشاره نه ده کړې.

دې سازمان زیاته کړې چې نیول شوي کسان له افغان ځواکونو سره دي خو ملي دفاع وزارت د آیساف خبر پاڼې په ردولو سره وايي، چې تیرو ۲۴ ساعتونو کې افغان ځواکونو غزني ولایت کې ګډ نظامي عملیات نه دي کړي.

کلید راډیو افغانستان کې له لویو رسنیوده چې د کابل سربېره په لسو ولایتونو کې فعالیت کوي.