د افغانستان خبریالانو مرکز د غزني جشن تنظیمونکو لخوا خبریالانو سره شوی چلند غندي.

د افغانستان خبریالانو مرکز د غزني جشن تنظیمونکو لخوا خبریالانو سره شوی چلند غندي.

غزني،‌ ۲۴ وری ۱۳۹۲

د افغانستان خبریالانو مرکز د اسلامي نړۍ کلتوري پلازمینې په توګه د غزني نومونې مراسیمو ته چې د دوشنبې په ورځ غزني ښار کې جوړ شوي وو، د هیواد له قوانینو او ازادو رسنیو قانون ښکاره سرغړونه بولي او په سختو ټکویې غندنه کوي.

د ځایي سرچینو د مالوماتو په اساس یواځې یو شخصي تلویزیون د دې ملي غونډې د پوښښ اجازه لرله او د مراسیمو تنظیموونکو د نورو رسنیو خبریالانو سره د ناسم چلند سربېره اصلي تالار ته د دوی د ورتګ مخه نیولې ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت چې تل ځان د ازادو رسنیو ملاتړې او اطلاعاتوته د لاس رسي حق رعایت باندې ټینګار کوي د دې غونډې ترتیبولو مسوولیت په غاړه درلود.

خو د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین پژواک ته ویلي دې وزارت وروسته تر هغې چې ملي تلویزیون ونه شو کولی دا مراسیم په ژوندۍ توګه خپاره کړي، دې وزارت کابل کې د یک په نوم شخصي تلویزیون سره هوکړه وکړه چې دې غونډې ته ژوندی پوښښ ورکړي.

د هغه په وینا د دې تلویزیون یوه غوښتنه دا وه چې نورو رسنیو ته د ژوندي پوښښ اجازه ور نه کړل شي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزیر په وینا منطیقي غوښتنه وه.

رهین یک تلویزیون ته د دې مراسیمو د مستقیم پوښښ حق د یولړ ځانګړو پروګرامونو لکه د فټ بال لوبو سره ورته یاد کړ او له هغې یې ننګه هک وکړه.

خو له دې سره سره د اطلاعاتو او کتلور وزیر وویل: « د غزني هیڅ کوم چارواکي ته لار ښوونه نه ده شوې، چې د مراسیمو ترسره کیدو تالار ته د خبریالانو د ورتګ مخه ونسي او که دا کار شوی وي نو د غزني ولایت چارواکو پورې اړه لري.»

خو ها خوا د غزني ولایت مشارو او د اسلامي نړۍ کلتوري پلازمینې په توګه د غزني نومونې مراسیمو مسوول صفي الله ابراهیمي وویل؛ چې اطلاعاتو کلتور وزارت په رسمي لیک کې ورته ویلي و، چې د یک تلویزیون پرته بله رسنۍ د مراسیمو مستقیم پوښښ اجاز نه لري.))