د سلام وطندار راډيو د خبريال راخوشې کېدل

د سلام وطندار راډيو د خبريال راخوشې کېدل

يکشنبه ۱۴ لېندۍ ۱۳۸۹

د سلام وطندار غير دولتي راډيو خبريال په خوست ولايت کې چې د شنبې په سهار د امريکايي ځواکونو له خوا له کوره بېول شوی و؛ د يکشنبې په سهار ۱۰ بجې راخوشې شو.

د سلام وطندار خبريال مالي خان یعقوبي د افغانستان د خبريالانو مرکز ته وويل چې امريکايي ځواکونو هغه د حقاني شبکې سره د اړيکې په تور نيولی و.

حقاني شبکه د سراج الدين حقاني په مشرۍ د افغانستان په جنوب ختيځو سيمو کې د طالبانو له عمده تشکيلاتو څخه شمېرل کېږي، چې د افغانستان او بهرنيو ځواکونو سره جنګېږي.

يعقوبي وويل چې امريکايي ځواکونو د افغان ځواکونو په مرسته پرون شنبه د ليندۍ په ۱۳ د سهار په شاوخوا درې بجو د صبرۍ ولسوالۍ په یعقوبي سيمه کې د دوی پر کور بريد وکړ او د دروازې په ماتولو يې کور ته ننوتل.

هغه زياته کړه: «هغوی په ډېرې بې عزتۍ زما او زما د درې ورونو لاسونه او سترګې وتړلې او د کور له پلټنې وروسته پرته له دې چې څه لاس ته ورشي؛ مونږ د خوست په مرکز کې د امريکايانو هډې ته ولېږدولو.»

د سلام وطندار خبريال د څېړنو پر مهال د امريکايي ځواکونو چلند ښه ياد کړو او ويې ويل چې هغوی له يوې اوږدې څېړنې وروسته راته وويل چې بې ګناه دی او د هغه د خوشې کولو امر يې ورکړو.

مګر د هغه په وينا اوس هم د هغه درې ورونه په بند کې دي او له وضعيت او د ساتنې له ځايه يې هيڅ معلومات په لاس کې نشته.

۲۹ کلن مالي خان يعقوبي له دوه کالو را په دې خوا په خوست کې د سلام وطندار د خبريال په حيث کار کوي او د پژواک خبري آژانس سره هم همکاري کوي.

د سلام وطندار راډيو مسوول مدير مسعود فريور د نظامي امريکايانو دا کار د بشري حقونو سره په ټکر کې او د خبريالانو د کار محدودوونکی وګڼلو.

فريور وويل: «امريکايان اول نيول کوي او بيا اعتراف کوي چې دا کار د ناسمو معلوماتو پر بنسټ ترسره شوی دی.»

تر اوسه په څو موردو کې د کورنۍ او بهرنۍ رسنيو خبريالان د طالبانو سره د همکارۍ او يا اړيکو په تور په ورته عملياتو کې د نړيوالو نظاميانو له خوا د امريکا تر حکم لاندې نيول شوي دي.

د روان کال د وږي په ۲۹ او ۳۱ د الجزيره تلويزيون د عربي څانګې خبريال رحمت الله نېکزاد په غرني کې او بل همکار يې محمد نادر د خارجي ځواکونو له خوا د شپنيو عملياتو په ترڅ کې په کندهار کې ونيول شول او وروسته د تلې په اول پرته دتور له ثبوته؛ خوشې شول.