د خوست ملي راډیو تلویزیون ویاند رفیق الله مهیدي د ورپیښې ناروغۍ له کبله وفات شوه

۷ میزان ۱۳۹۹

د خوست ملي راډیو تلویزیون ویاند رفیق الله مهیدي د ورپیښې ناروغۍ له کبله د حق داعیې ته لبیک ووایه. مهیدي تېره جمعه د ورپېښې ناروغۍ له کبله د پاکستان د لارهور ښار په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
ژورنالیستان د مهیدي مړینه یوه لویه ضایع بولي او د ژورنالیزم په ډګرکې کړي خدماتونه یې نه هیریدونکي یادوي.
دده نږدې ملګري لیکوال او ژورنالیست او د خوست د بشري سرچینو رئیس نقیب الله متونوال وایي، چې ښاغلي رفیق الله مهیدي یو زړه سوانده او زیار ایستونکي ځوان وو.
د خوست دملي راډیو تلویزویون امر روح الله امين دده مړینه د خپلې ادارې لپاره یوه ضایع یاده کړه او په خبره یې چې رفیق الله مهیدي پخپلو کارونو کې له اخلاصه کار اخیسته او هغه یې د سختو ورځو خبریال یاد کړ.
د رفیق الله مهیدي تره لیکوال او ژورنالیست محمد غفور مهیدي وايي چې اروښاد به تل ښې اړیکې پللې او هڅه به یې دا وه چې له هرچا سره خپله همکاري وکړي.
دده په خبره چې ارواښاد مهیدي به تل ټینګار پدې وو چې، خپل دین، خاورې او ملت ته په ژمنتیا دنده ترسره کړئ.
مرحوم رفیق الله مهیدي دتجلي زوی د خوست مرکز اړوند دشموڼي اوسیدونکی وو، نوموړی دکابل حبیبيي لیسې له ددولسم ټولګي څخه فارغ او له دې وروسته یې په شیخ زایدپوهنتون کې لوړې زده کړي ترسره اود سیاسي علومو د پوهنځي څخه دفراغت سندترلاسه کړ.
ارواښاد مهیدي په ۱۳۸۸ کال کې د خوست ملي راډیوتلویزیون داخذي مدیرپه حیث مقرر شو او له دې وروسته یې دکارګردان په بست کې دنده ترسره کوله او ترڅنګ یې دراډیوتلویزیون د نطاقي اونورو اړونده برخوکې هم همکاري درلوده.
نوموړي په خوست ملي راډیوتلویزیون کې (۱۱ ) کاله رسمي دنده ترسره کړه، چې بالاخره نوموړی دورپیښي ناروغۍ له امله د ۱۳۹۹ د میزان په څلورمه د پاکستان د لاهور ښار په یوه روغتون کې وفات او جسد یې په خپله پلارینۍ هدیره کې خاورته وسپارل شو.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د مرحوم رفیق الله مهیدي مړینه د ژورنالیزم او رسنیو په ډګر کې یوه لویه ضایع بولي او ترسره کړي خدمتونه یې ستايي، مرحوم مهیدي ته د جنت الفردوس غوښتنه کوي او له کورنۍ سره یې پدې دروند غم کې ځان شریک بولي.