شنبه، ١١ زمری ١٣٩٣
خوست ولایت کې د سولې پیغام په نوم محلي راډیو وسایلو ته د سخت طوفان او باران له کبله زیات زیان رسېدلی چې د دې رسنۍ نشرات یې پرې کړي.
د دې رسنۍ خبر پاڼې په وینا چې د ډیر باران او تېز باد له کبله پدې طبيعي پېښه کې د دې یادې شوې راډیو انتن، اخیستونکی، لمریزې برېښناشبکه او انټرنیټي وسایلو ترڅنګ یوشمیر نور تخنیکي وسایل خراب شوي دي.
ویل کیږي د ډیر باران اوریدنې او باد له کبله د دې راډیو ودانۍ هم زیات زیان لیدلی چې اوس مهال یې نشرات بند دي.
د سولې پیغام راډیو مسوول زاهد شاه انګار د دې زیان په دروند بللو سره له شتمنو خلکو او ټولنو څخه د بیاځلي فعالیت برخه کې د مالي مرستې غوښتنه کړې.
د سولې پیغام راډیو د هیواد په جنوبي ولایت خوست کې شاوخوا لس کاله دمخه خپرونې پیل کړې، چې پدې ولایت کې یوه له فعالو رسنیو شمیرل کیده.