په خوست کې به د خبریالانو د قضیو لپاره به یو مدافع وکیل وګمارل شي

 

۱۳۹۸/۹/۲۹

خوست- د رسنیو او حکومت د ګډې کمیټې په ناسته چې د خوست والي محمد حلیم فدايي په مشرۍ تر سره شوه، په کې د افغانستان خبریالانو د مرکز مشر قریشي، د سولې پیغام راډیو مشر زاهد شاه انګار، د غرغښت ټلویزیون رئیس سخي سرور میاخېل، د اطلاعاتو او کلتوررئیس انور زاهد، د ولایت مقام ویاند طالب منګل، د امنیه قوماندانۍ ویاند حیدر عادل، د ملي امنیت مطبوعاتي مسول عزت الله معصوم او د سویل ختیځ زون د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مسول سیف الله حیات ګډون کړی و.

په ناسته کې خوست والي د خبریالانو لاسته راوړنې وستایلې او د خبریالانو په بې پرېتوب یې ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ولایتي ادارې د خبریالانو ټولو موضوعاتو ته رسیدنه کړي او هر وخت د دوی له غوښتنو سره سم د قانون په رڼا کې مالومات ورکړل شوي.

خوست والي وویل چې د قانون د حاکمیت په غونډه کې به د هغو خبریالانو چې په تېرو کالونو کې د بېلابېلو پېښو پر مهال شیهدان شوي، د دوی د دوسیو د څېړولو او تعقیب په اړه به عدلي او قضايي ارګانونو سره موضوع تعقیب کړي.

والي وویل ددې لپاره چې د خبریالانو د تاوتریخوالي او قضیو ته پر وخت رسیدنه وشي، مهمه ده، چې یو مدافع وکیل ولري او دا مدافع وکیل دې، د خبریالانو لخوا ولایت مقام ته معرفي شي او د چارو د سمبالښت لګښت به یې د ولایت مقام د مشرتابه لخوا ورکړل شي.

په ناسته کې وویل شول، چې د خبریالانو لپاره د خبریالۍ د اصولو او قوانیونو په اړه دې ورکشاپونه دایر شي، تر څو دوی سره د خبر جوړونې په برخه کې همکاري وکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز مشر احمد قریشي لخواپه ناسته کې د یاد بنسټ او د خبریالانو د اړوند موضوعاتو او لاسته راوړنو په اړه مالومات وړاندې شول.

په دې ناسته کې د خبریالانو په خوندیتوب، د دوی قضیو ته د رسیدو او مالوماتو ته د لاسرسي په موضوعاتو خبرې وشوې او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول  شول. زاهدشاه انگار