د ملي پیغام راډیو رئیس په لوګر ولایت کې ووژل شو

د ملي پیغام راډیو رئیس په لوګر ولایت کې ووژل شو

۲۵ لېندۍ ۱۳۹۵

پل عالم: د ملي پیغام راډیورئیس محمد نصیرمدثر نن مازیګرد نامعلومه وسله والو له لوري د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ کې ووژل شو.

د محمداغې امنیه قومندان نصیر امیر وایي محمد نصیر مدثر نن مازیګر د خپل کار ځای څخه کورته په لار د محمد اغې ولسوالۍ اړوند د کتب خیلو په سیمه کې د نامعلومه موټرسایکل سپرو وسله والو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

نوموړی وايي تراوسه د حمله کوونکوهویت معلوم شوی نه دی خو په اړه یې پولیسو پلټنې پیل کړي دي.

له ۵۳ کلن محمد نصیر څخه څلور زامن پاتي دي.

ملي پیغام راډیو په ۱۳۸۲ کال کې جوړه شوې، چې تر دې مهاله په سیاسي،ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري برخو کې پروګرامونه تولید او خپاره کړي دي.

لوګر د کابل جنوب ته په ۸۰ کیلومترۍ کې پروت دی، چې د یوشمیرنامعلومه وسله والو او طالبانو شتون له امله ترې وخت ناوخت د نا امنۍ راپورونه خپریږي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د دې حملې مسوولیت نه دی منلی خو په دې وروستیو کې مدثر خپل ځان ته د پېښو امنیتي ګواښونو له امله اندېښنه څرګنده کړې وه.

افغانستان خبریالانو مرکز مشراحمد قریشي د دې پېښې غندنې ترڅنګ وایي، چې د یادې پېښې رامنځته کیدل نه یواځې د ملي پیغام راډیو کار کوونکو ته د اندېښې وړ ده؛ بلکې دا پېښه په لوګر کې د ازادو رسنیو د فعالیت پر وړاندې د جدي اندېښنو څرګندونه کوي او د خبریالانو د خوندیتوب په وړاندې د امنیتي ځواکونو د نه پاملرنې يوه بېلګه ده.

نوموړی د لوګر ولایت محلي ادارې څخه غوښتنه کوي، ترڅو یاده پېښه په جدي ډول وڅیړي او پېښه کې ککړ کسان د قانون منګولو ته وسپاري.

د احمد مدثر له مرګ وروسته په هیواد کې د رسنیو د کار کوونکو او خبریالانو د وژنې پېښې په ۱۳۹۵ کال کې پینځه تنو ته ورسیدې( داشمیر په ۲۰۱۶ چې ۱۵  ورځې وروسته پای ته رسیږي ۱۳ تنه و.

له ۲۰۰۱ لومړي کال تر اوسه پورې ۶۶ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په افغانستان کې وژل شوي چې ۲۰۱۶م تر ټولو مرګونی کال و.