پکتیا کې د محلي راډیو یو خبریال وژل شوی

پکتیا کې د محلي راډیو یو خبریال وژل شوی

۲۲ چنګاښ ۱۳۹۸

ګردېز- ناپېژانده کسانو د پکتیا سیمه‎ ييزې راډیو "ګردېز غږ" په نوم یو تن کارکوونکی وژلی.

د ګردېز غږ راډیو د نشراتو مسول امین الله امیري وایي نادرشاه صاحب زاده د جمعې په ماښام (د چنګاښ په ۲۱مه)نادرکه او نن د شنبې (د چنګاښ په ۲۲مه) مړی یې د مرکز ګردېز اړوند پیر باغ سیمه کې موندل شوی دی.  د امیري په خبره نادرشاه د چاقوګانو وژل شوی او وروسته څاه ته غورځول شوی.

امیري وایي نادرشاه صاحبزاده په راډیو کې د ادبي خپرونو چلونکی وه او په خبره یې کومه شخصي دښمني یې هم نه لرله.

د پکتیا امنیه قومنداني ویاند سردار ولي تبسم وایي د پیښې په تړاو یې پلټنې پیل کړې.

د افغانستان خبریالانو مرکز د ښاغلي صاحب زاده په وژل کیدو سخته متاثره او خواشینې ده او د مسوولو ارګانونو څخه غوښتنه کوي ترڅو دغه پیښه په هر اړخیزه ډول وڅیړي او په اړه یې لاسته راغلي معلومات له رسنیو او خبریالانو سره شریک کړي.

دا لومړی ځل دی چې په پکتیا کې د یوې سیمه‎ییزې رسنۍ کار کوونکی وژل کېږي، خو د افغانستان خبریالانو مرکز په حواله د شمېرو له مخې  په روان ۱۳۹۸ زیږدیز کال کې په افغانستان کې د رسنیۍ ۶ تنه خبریال او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي دي.