د پکتيکا د ملي راډيو پرانېسته

ښرنه، يکشنبه ۲۵ لړم ۱۳۸۹

د پکتيکا دولتي راډيو د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د دې ولايت په مرکز ښرنه کې د يو شمېر مسوولينو او سيمه یيزو خبريالانو په شتون کې پرانېستل شوه.

د پکتيکا والي محب الله صميم وويل چې دا لومړنی دولتي راډيويي مرکز دی چې په دې ولايت کې په کار پيل کوي.

هغه د رسنيو د اهميت بيانولو تر څنګ وويل: «دا راډيو د سولې او بريا نښه ده او کولای شي د خلکو او دولت تر منځ د اړيکو زمينه برابروونکې شي.»

د پکتيکا ولايت د اطلاعات او فرهنګ رئيس بشير محمدي وويل چې دا راډیو د اف ام په څپه د ۳۰۰ کيلو واټه ټرانسميټر سره په لومړنۍ مرحله کې مرکز ښرنه تر پوښښ لاندې راوستې ده.

دا لېږدوونکې دستګاه د بي بي سي راډيو پښتو څانګې له خوا جوړه شوې ده او په پام کې ده چې په بدل کې يې د بي بي سي خپرونې د دې راډيو د څپو له لارې په تکراري ډول خپرې شي.

د پکتيکا دولتي راډيو به د سياسي خپرونو، کورني او نړيوالو خبرونو، فرهنګي، روغتيا او موسيقۍ په خپرولو تمرکز ولري. په پکتيکا ولايت کې ۹ سيمه یيزې راډيو ګانې او درې مجلې فعاليت لري چې له دې جملې يې ۴ راډيو ګانې په مټاخان، خير کوټ، ارګون او برمل ولسواليو کې فعالې دي.