طالبانو هغه شپږ خبریالان چې نیولي یې و، خوشې کړل

طالبانو هغه شپږ خبریالان چې نیولي یې و، خوشې کړل

۱۷ وږي ۱۳۹۸

ښرنه، پکتیکا: طالبانو هغه شپږ سیمه ییزخبریالان چې دوه ورځې مخکې یې د هیواد په جنوب کې یرغمل کړي و، نن خوشې کړل.

 

د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد آرین ویلي نیول شوو خبریالانو ده سره په اړیکه کې تاید کړې چې خوشې شوي دي.

د هیواد د خبریالانو فدراسینو په تیرو دوه ورځو کې د نیول شوو خبریالانو د خوشې کولو په پار زیاتې هڅې وکړې.

دا خبریالان د جمعې ورځې په ماښام د ( وږي میاشتې په ۱۵مه) د پکتیکا او پکتیا ولایتونو ترمنځ غځېدلې لارې څخه چې د پکتیا ولایت زور مت ولسوالۍ اړوند ده د وسله والو طالبانو له لورې ونیول شول او یو ناڅرګند ځای ته یې یوړل.

ویل کیږي دا خبریالان خوست ښار ته یو ښوونیز پروګرام کې د ګډون په موخه روان و.

سیمه ییزو سرچینو تېره ورځ ویلي و چې په دې خبریالانو کې د یاران راډیو خبریالان اسدالله صمیم او عبدالوهاب، د پښتون غږ راډیو خبریال رووف ذهین، د مېلمه راډیو خبریال جمال الدین الهام، د ملي راډیو ټلویزیون خبریال طارق ذکي او د کلید راډیو خبریال خیرالدین ذکي شامل و.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ ویلي و چې نیول شوي خبریالان په تېروتنې سره نیول شوي دي او ډیر ژر به خوشې کړل شي.

د افغانستان خبریالانو مرکز د نیول شوو خبریالانو له خوشې کولو څخه د هرکلي ترڅنګ وایي، چې خبریالان د یو بې طرفه کتلې په توګه په ستونزمنو شرایطو کې خبر رسونه کوي نو باید له هر ډول ګواښ او تاوتریخوالي څخه په امن کې پاتې شي.

طالبانو شاوخوا څلور میاشتې مخکې ګواښ کړی و که چېرې د افغانستان رسنۍ او خبریالان د هغه سوداګریزو اعلانو له نشر او تکرار څه چې دې ډلې د خپل ځان پر وړانې د حکومت تبلیغات ګڼلي و ځان ونه ساتي، هدف به یې وګرځوي.