د عبدالصمد روحانې د وژنې شپږم تلین ونمانځل شو

لشکرگاه، ۱۸ غبرګولی ۱۳۹۳

د هلمند ولایت خبریالانو لښکر ګاه ښار کې د یو لړ مراسیمو په ترڅ کې د پژواک او بي بي سي خبریال عبدالصمد روحاني د وژنې ۶ تلین نمانځنه وه کړه.

د دې ولایت خبریالان، د خبریالانو په وړاندې د جرمونو د سزا معافیت په کلتور نېوکې سره، له چارواکو غوښتنه کوله چې د دې خبریال قضیې پلټنه وکړي، عوامل یې ونیسي او عدالت پلی کړي.

روحاني د ۱۳۹۷ کال چنګاښ میاشتې ۲۰ نېټه باندې ناوې ولسوالۍ څخه لښکرګاه ښارته په لار وتښتول شو او جسد یې یوه ورځ وروسته ترلاسه شو.

له هغه دوه ښځې او څلور زامن پاتي شوي دي.