هلمند ولایت کې د تښتول شوي ایټالوي خبریال د خاطرو کتاب خپریدل

هلمند ولایت کې د تښتول شوي ایټالوي خبریال د خاطرو کتاب خپریدل

پنج شنبه ۶ لړم ۱۳۸۹

ایټالوي ژورنالیست ډانیل ماسترو جیاکومو چې شاوخوا درې نیم کاله مخکې په هلمند کې د طالبانو لخوا تښتول شوی و، چې خوشې کیدل یې د هغه چلوونکي او افغان خبریال اجمل نقش بندي وژنې سره ملګرې وه؛ د خپلو خاطرو کتاب له هغه مودې راهیسې خپروي.

دې خبریال چې د وسله والو طالبانو بند کې یې ۱۵ ورځې تېرې کړې وې د « ویرې ورځې » (I giorni della paura) په یو وخت کې په ایټالیا او غربي هیوادنو له ډلې فرانسې او المان کې هم نشر کړی دی.

د وسله والو طالبانو قومندان ملا داد الله تر لارښوونې لاندې طالبانو د ۱۳۸۵ م کال حوت میاشتې په ۱۵ نېټه اعلان وکړ، چې دا درې کسان پرته له اجازې د دوی تر کنټرو لاندې سیمو ته د ورتګ له امله د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ څخه نیول شوي دي.

ماسترو جیاکوما چې د لا ریپوبلیکا ورځپاڼې لخوا د وسله والو طالبانو یو قومندان سره ځانګړې مرکې لپاره ګمارل شوی وو، خپل کتاب کې وسله وال طالبان تعصب کوونکي او د غښتلې انګېز جنګیالي یاد کړي دي.

هغې په دې کتاب کې ویلي هغوی ( طالبانو) سره د بند په موده کې د سفر پرمهال به یې خپله ډوډۍ او اوبه له ده سره شریکولې او په عین وخت کې به یې له څو دقیقو وروسته د الله اکبر په نارو هغه سکنجه او سخت ووهلو.

د لاریپوبلیکا ورځپانې خبریال وسله والو طالبانو سره د بند پرمهال د سختو ورځو تشریح ترڅنګ، د افغانستان طبعیت او د دې ډلې ستونزو او د دې ډلې له خوا تښتول کېدو په اړه وایي: « طالبانو سره بند کې د ۱۵ ورځو تېرولو ماته داسې تغیر راکړ لکه زه چې ۱۵ کاله زندان کې وم»

وسله والو طالبانو د ماسترو جیاکو موټر چلوونکی سید اغا په افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د خپلو شرطونو د منلو او فشار راوړلو لپاره وواژه.

وروسته دې ډلې د ماستروجیاکومو او اجمل نقشبندي ازادولو بدل کې د خپلو پینځه تنو د خوشې کولو شرطونو په توګه وړاندې کړل، چې پر افغان حکومت د ایټالیا هیواد فشار وروسته د وسله والو طالبانو پینځه تنه د «کلتوري برخې مشر استاد یاسر»، د دې ډلې پخوانې ویاند« عبدالطیف حکیمي»، د ملابرادر ورور« منصور احمد»، «حمد الله» او « عبدالغفار» ازاد کړل.

له دې معاملې سره ماستروجیاکومو له زندانه ازاد شو خو طالبانو د اجمل نشقبندي د خوشې کولو بدل کې بل شرط وړاندې کړ او له افغان حکومت ېې غوښتنه وکړه، چې د دې ډلې بل قومندان له بنده خوشې کړي خو وروسته له هغې چې افغان حکومت وسله والو طالبانو ته روښانه ځواب ور نه کړ؛ هغوي اجمل نقشبندي په ډیرې بې رحمۍ وواژه.