هلمند کې د اریانا نیوز ژورنالیست مرګ د هیواد رسنیو لپاره یو لوی زیان دی.

هلمند کې د اریانا نیوز ژورنالیست مرګ د هیواد رسنیو لپاره یو لوی زیان دی.

۱۴ لړم ۱۳۹۵

لښکرګاه: د افغانستان خبریالانو مرکز هملند ولایت کې د اریانا نیوز خبریال مرګ د هیواد رسنیو لپاره لویه تشه ګڼي او له مسوولو چارواکو غواړي چې د پېښې کلکې پلټنې ترڅنګ ترسره کوونکو څخه یې څیړنې وکړي.

د نعمت الله زهیر موټر نن سهار د لښکر ګاه ښار دویمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې د سرک غاړې ماین باندې برابر شو.

د ځایي سرچینو په وینا زهیر د سختو ټپونو له امله د پېښې ځای کې ساه ورکړې او موټر چلوونکی یې چې ډیر زخمي شوی و روغتون ته وړل شوی.

تر اوسه کوم چا يا ډلې د دې ماین ښخونې پړه نده منلې.

ټاکل شوې د ۳۶ کلن نعمت الله زهیر مړی د هغه پیدایښت اصلي ځای د میدان وردګ ولایت جغتو ولسوالۍ ته یوړل شي.

هغه په ژورنالیزم کې د لس کلنې تجربې له امله هلمند ولایت کې یو له تکړه خبریالانو شمیرل کیده، هغه له پینځه کالو راهیسې د اریانا نیوز تلویزیون سره کار کاوه.

کندهار کې د افغانستان خبریالانو مرکز استازی وایي چې د لښګرګاه په یوشمیر برخو په ځانګړې توګه دویمه امنیتي حوزه چې طالبانو شتون پکې درلود تصفیوي عملیات وکړل او بریالي شول چې طالبان له دې سیمو وباسي.

د هلمند والي حیات الله حیات د افغانستان خبریالانو مرکز ته ویلي چې طالبان د دې ماین ځای پرځای کولو مسوول دي.

د والي په وینا طالبانو امنیتي ځواکونو سره د مقابلې توان له لاسه ورکړی نو ځکه ماین ښخولو ته مخه کوي، چې له امله یې ګڼ شمیر ملکیان مړه او ټپیان کیږي.

طالبانو تراوسه پدې اړه نظر ندې څرګند کړی.

د افغانستان خبریالانومرکز دنعمت الله زهیرمرګ دهیوادرسنیوپه ځانګړې توګه هلمند کې د هغه همکارانو ته یادوي اوپه ورته وخت کې د نوموړي کورنۍ، ملګرواوهمکارانو سره غمرازي څرګندوي او له اړونده ادارو غوښتنه کوي چې یاده پېښه په جدي توګه وڅیړي او ترسره کوونکو سره یې قانوني چلند وکړي.

په تیره یوه میاشت کې دا دویم افغان خبریال دی چې وژل کیږي.

افغانستان په تیرو 15 کلونو کې د رسنیو د آزادۍ برخه کې د پرمختګ سره سره د ژورنالستانو اورسنیو کار کوونکو په وړاندې د تاوتریخوالي او جرمونو شاهد پاتې شوی دی.

روان ۱۳۹۵ لمریز کال څلور ژورنالیستان او د رسنیو کارکوونکي او روان ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې ۱۲ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي د هیواد په بیلابیلو برخو کې ژوند له لاسه ورکړی.

د افغان  خبریالانو مرکز موندنې ښیې په وروستیو ۱۵ کلونو کې ۶۵ ژورنالیستان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي، چې په ډیری وختونو کې د دې پېښو ٪۹۵ ترسره کوونکي له سزا ورکونې معاف وو.