د ازادۍ راډیو خبریال الیاس داعي په یوه تروریستي پېښه کې ووژل شو

 

الیاس داعي؛ انځور له ازادۍ راډیو

۱۳۹۹ لړم ۲۲ مه

لښکرګاه: د ازادۍ راډیو خبریال محمد الیاس داعي نن سهار په یوه تروریستي پېښه کې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې ووژل شو.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادۍ راډیو ته ویلي، په دې پېښه کې چې د چسپکي ماین په وسیله د عمرځواک په موټر باندې شوې، په هلمند کې د دویچوله همکار او د الیاس داعي ورور مجتبی محمدي له نورو دوه ملکیانو سره ټپي شوی دی.

د مجتبی محمدي او نورو ټپیانو روغتیایي حالت ښه ښودل شوی. الیاس داعي د هغه شمېر خبریالانو څخه و چې په ځلونو یې د امنیتي ګواښ له امله اندېښنه شریکه کړې وه.هغه یو زړه ور خبریال و چې په ناامنه ولایت هلمند کې یې د " ازادې اروپا" ازادۍ راډیو لپاره کار کاوه.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د دې پېښې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.

محمد الیاس داعي د محمد زوی په ۱۳۶۶ لمریز کال کې د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په چاه‌انجیر سیمه کې نړۍ ته سترګې وغړولې.

داعي خپلې ابتداییه زده‌کړې د چاه‌انجیر په عالي لیسه کې بشپړې کړې، وروسته یې د دې ولایت په دارالمعلمین کې د ادبیاتو په برخه کې تر ۱۴م ټولګې زده‌کړه وکړه، خو دا یې پای ونه باله او په اراکوزیا پوهنتون کې یې د پښتو ادبیاتو په څانګه کې لسانس واخېست.

د افغانستان خبریالانو مرکز، د دې تروریستي پېښې د غندلو ترڅنګ د داعي مړینه د هیواد رسنیو ټولنې لپاره یوه لویه ضایع ګڼي.په ورته وخت کې دا بنسټ د داعي کورنۍ او همکارانو سره د خواخوږۍ په ښکاره کولو سره له امنیتي ادارو په جدي توګه غواړي چې دا پېښه وڅېړي او تر سره کوونکي یې د قانون منګولو ته وسپاري.په ورته وخت کې د افغانستان خبریالانو مرکز د افغانستان له حکومت غواړي چې په هیواد کې د خبریالانو په ځانګړې توګه په ناامنه سیمو کې د هغوی خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.