د سکون په نوم خصوصي راډیو په هلمند کې فعالیت پېل کړ

د سکون په نوم خصوصي راډیو په هلمند کې فعالیت پېل کړ

۱۴۰۰ وري ۲۲ مه

لښکرګاه- د سکون په نوم خصوصي راډیو چې د ۱۴۰۰ لمریز کال په لومړیو کې یې په هلمند کې ازمایښتي خپرونې پېل کړې وې، په رسمي بڼه نشرات پېل کړل.

دا راډیو د هلمند د دریو ځوانو او نوښتګرو خبریالانو هر یو لکه صفت الله زاهدي، حافظ احمد نصرت او عزیز احمد شفیع په شخصي پانګونه جوړه شوې ده.

د سکون راډیو مسؤل مدیر صفت الله زاهدي د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل:« سکون راډیو په سیاسي، ټولنیزو، دیني، کلتوري او ورزشي خپرونو باندې په تمرکز د هلمند او افغانستان پر کچه په فعالیت پېل کړی دی او اوس مهال یې د ۸۰ کیلومتر مربع په شاوخوا کې سیمه تر پوښښ لاندې ده او د لښکر ګاه ښار سربیره د دې ولایت د ناوې، نادعلي، مارجې، ګرمسیر، واشیر، نهرسراج او سنګین ولسوالیو کې د لاسرسي وړ ده.»

زاهدي زیاته کړه سکون راډیو د سکون رسنیزګروپ چې پروډکش، جریده او ویب سایټ کېږي برخه ده او په اوسمهال کې د درې ښځینه کار کوونکو په ګډون پکې ۱۳ تنه کار کوي. د هغې په وینا؛ ټاکل شوې ده چې په نیږدې راتلونکي وخت کې د راډیو د پوښښ سیمه د هلمند څخه بهر ته هم پراخوالی وکړي او پر هغې سربیره د سکون تلویزیون د فعالیت پېل سره به د پنځه لویو ولایتونو له ډلې کابل، ننګرهار، بلخ، هرات او کندهار هم تر خپل پوښښ لاندې را ولي.

د سکون راډیو مسؤل مدیر زیاته کړه چې دا راډیو د اف ام په ۹۰.۱ څپه خپرونې کوي او دهغې  کار د سهار له ۶ پېل او د شپې تر ۱۲ دوام کوي.

د دې راډیو مسؤلین د سوداګریزو اعلانونو له اړخه ترلاسه کیدونکی عاید د هغې د فعالیت د تامین لپاره د مالي سرچینې په توګه حسابوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز اجرایي رئیس احمد قریشي وویل:« په داسې حال کې چې د هیواد رسنۍ له زیاتو اقتصادي ستونزو په ځانګړې توګه امنیتي ننګونو سره مخ دي او په تیر یو کال کې خبریالان او رسنۍ د هدفي بریدونو له ګواښ سره مخ وې، د یوې نوې راډیو جوړېدل او نورو ولایتونو ته د هغې فعالیت پراخولي په اړه د هغې مدیریتي ټیم ژمنه او په نا امنه ولایت هلمند کې د یوې تلویزیوني شبکې جوړول د هیله ورکوونکو پرېکړو له ډلې څخه ده.»

د هغې په ونیا؛ د افغانستان حکومت په ځانګړې توګه سیمه اییزه اداره د اړوند قوانینو په ځانګړې توګه د ټولیزو رسنیو د قانون سره سم په دې مکلف دی چې له رسنیو او خبریالانو ملاتړ وکړي تر څو هغوی د یوې پرانیستې ټولنې په ملاتړ او عښتلتیا کې چې په هغې کې د ټولو غږ اورېدل کېږي خپل رول ترسره کړي.

اوس مهال په هلمند کې د ملي راډیو تلویزیون(دولتي) ترڅنګ د ۱۱ شخصي راډیو ګانو له ډلې سباوون، لښکرګاه، بست، تعلیم الاسلام، سمون، ساروان، غږ، مسکاه، تعلیم القرآن، هلمند ژوندون او سکون او همدارنګه باختر او سباوون شخصي تلویزیونونه فعالیت کوي.