هلمند کې د یو سیمه ییز خبریال وژنه غندو.

۴ سلواغه ۱۳۹۲

لښکر ګاه: د افغانستان خبریالانو مرکز لښګر ګاه ښار کې د بست راډیو ویاند او د خپرونو چمتوکوونکي او د نیویارک ټایمز ورځپاڼې همکار نور احمد نوري وژنه په سختو ټکو غندي او جنایت ته د رسېدو غوښتنې ترڅنګ ترسه کوونکو د سزا غوښتنه کوي.

د بست راډیو مسوول مدیر د افغانستان خبریالانو مرکز ته وویل، چې د نور احمد نوري جسد تېره شپه په داسې حالت کې چې لاسونه یې شاته تړل شوي وو، د لښکر ګاه ښار لګان سیمه کې پیدا شو.

د هغه په وینا د نور احمد ورور هغه د پنجشنبې په سهار ۱۰بجې د لښکر ګاه ښار معارف واټ کې پلی په حرکت لیدلی وو مګر یو ساعت وروسته یې موبایل بند شوی له کورنۍ او خپلوانو سره یې هیڅ ډول اړیکه نه ده نیول شوې.

زاهد زیاته کړه د نور احمد جسد یې له نیږدې لیدلې، چې د زندۍ کولو نښې لري او په سر د چاقو وهلو نښې پرې لیدل کیږي.

نور احمد له پینځه کالو ډیرې مودې راهیسې دوست راډیو سره همکار وو او د محراب او منبر په نوم دوه خپرونو چمتوکوونکي مسوولیت یې په غاړه درلوده.

د دوست راډیو مسوول مدیر مالوماتو له مخې دا ځوان خبریال د قرانکریم حافظ هم وو او دې راډیو سره د کار سربېره، نیویارک ټایمز مجلې سره یې همکاري درلوده او تازه د حق او عدالت ګوند سره یوځای شوی وو.

تر اوسه هیڅ شخص یا ډلې د دې جرم مسولیت نه دې منلی.

د هلمند والي محمد نعیم وویل، هغې امنېتي ځواکونو ته امر کړی تر څو دا پېښه وپلټي، لاملونه یې معلوم او ترسره کوونکي یې تر قانوني پلټنو لاندې ونیسي.

هلمند ولایت د هیواد له نا امنه ولایتونو څخه دی او دې ولایت کې د خبریالانو لپاره د کار کولو شرایط هم ډیر سخت دي.

اجمل نقشبندي او عبدالصمد روحاني دواړه هغه ځوان خبریالان و، چې په وروستیو کلونو کې په دې ولایت کې ژوند له لاسه ورکړ او تر اوسه د دې نامعلومه وژنو عوامل په نښه شوي نه دي او په اړه یې پلټنې نه دي شوي.

عبدالهادي همدرد بل ځوان خبریال وو چې ماین چاودنې له امله ګرشک ولسوالۍ کې وژل شو.