د هلمند راډيو يو وياند د ماين چاودنې لامله ووژل شو.

پنج شنبه، ۲۲ چنګاښ ۱۳۹۱

د هلمند ولايت د دولتي راډيو وياند او د خپرونو جوړوونکی عبدالهادي همدرد د سرک د غاړې ماين چاودنه کې ووژل شو.

په دې پېښه کې چې د چهارشنبې په ورځ د ګرشک ښار په آب بازان سيمه کې رامنځته شوه؛ د عبدالهادي همدرد د لارې يو ملګری چې د يو سيمه یيز بانک کارکوونکی و؛ هم وژل شوی او دوه تنه چې د دوی له نږدې خلکو و؛ سخت ټپيان شوي دي.

د هلمند د دولتي راډيو تلوېزيون آمر احمد نويد نظري د افغانستان د خبريالانو مرکز ته وويل، چې د عبدالهادي او ورسره ملګرو د سورلۍ موټر له يوې تفريحي خپرونې څخه په راګرځېدو کې د سرک د غاړې په يو ماين برابر شوی دی.

۳۰ کلن عبدالهادي همدرد له شاوخوا يو کال راهيسې د هلمند راډيو سره د وياند او د يوې ادبي خپرونې د جوړوونکي په حيث په افتخاري ډول کار کولو.

د هلمند راډيو تلوېزيون د آمر په وينا دا راډيويي خپرونه چې د پښتو ژبې د ادبياتو اړوند وه؛ په کې بېلابېل شعرونه لوستل کېدل چې په اړه به يې د افغانستان له داخله او بهره اورېدونکو نظرونه ورکول.

د دې ماين د اېښودنې مسووليت کوم شخص يا ډلې پر غاړه نه دی اخېستی، مګر د هلمند د والي وياند داؤد احمدي وويل، چې له معمول سره سم طالبان د سرک د غاړې له ماينونو ګټه اخلي چې تر ډېره يې قربانيان عام وګړي وي.

په ۱۳۸۰ کې د طالبانو د رژيم د سقوط او د جنګ له پيله تر اوسه؛ په افغانستان کې ۳۳ خبريالان او د رسنيو کارکوونکي وژل شوي دي چې له دې جملې يې ۱۸ تن د افغانستان تبعه و او ډېری يې د طالبانو د بريدونو او يا د سرک د غاړې ماينونو په چاودنو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.