هلمند ولایت کې د خبریالانو یو وژونکی هم نه دې مجازات شوی.

هلمند ولایت کې د خبریالانو یو وژونکی هم نه دې مجازات شوی.

٢٠غبرګولی ۱۳۹۴

د هلمند ولایت یو شمیر خبریالانو د یوې غونډې پرمهال د خبریالانو وژونکو ته د سزا نه ورکول او له قانون معافیت باندې، په نیوکې سره له حکومت غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي.

دا راټولیدنه چې د ازادو ژونالیستانو ټولنې لخوا د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې جوړه شوې وه لسګونه خبریالانو او رسنیزو فعالانو ګډون پکې کړی و.

دې راټولېدنه کې ګډون کوونکو خبریالانو وروستیو ۸ کلونو کې د خپلو وژل شوو ۴ همکارانو یادونه وکړه او دولت یې تورن کړې چې تر اوسه یې د دغه جرمونو ترسره کوونکي محکمې ته نه دي کش کړي او د دې جرم ترسره کوونکو ته سزا نه ده ورکړل شوې.

خبریال اجمل نقش بندي، او د ایټالوي ورځپاڼې لایپوبلیکا ایتالیا، د بي بي سي او پژواک خبریال عبدالصمد روحاني، د ځایي اسلامي راډیو خپرونو چمتوکوونکی او ویاند نور احمد نوري، په ترتیب سره هغه درې خبریالان دي چې په دې موده کې د وسله والو طالبانو او نامعلومه کسانو حمله کې وژل شوي دي او د هلمند ولایت دولتي راډیو ویاند عبدالهادي همدرد د ماین پېښې قرباني شوی دی.

ګواښ، د یوشمیر مسوولینو او زور واکو لخوا فشار او د یوشمیر چارواکو له لورې د اطلاعاتو ورکونې څخه ځان ساتل نورې هغه ستونزې دي چې د هلمند خبریالان ورسره مخ دي؛ چې د دوی په وینا تر اوسه ورته رسیدګي نه ده شوې.