د بېنوا ویب سایټ مسوول نیول غندو.

د بېنوا ویب سایټ مسوول نیول غندو.

قندهار، ۲۷ غبرګولی ۱۳۹۳

د افغانستان خبریالانو مرکز د کندهار ملي امنیت ځواکونو لخوا د بېنوا خبري ویب سایټ مسوول نیول کیدل غندي او د دې ولایت مسوولینو غواړي ژر تر ژره دې هغه خوشې کړي.

د هغه مالوماتو له مخې چې د دې رسنۍ له لورې خپاره شوي راغلي خالد هادي کله چې غوښتل یې له کندهاره کابل ته لاړ شي هوایي میدان کې د ملي امنیت ځواکونو لخوا د سه شنبې په سهار ۱۱ بجې ونیول شو.

هغه تورن دې چې د والي او مېرمنې په ګډون یې د دې ولایت یوشمېر ځایي چاراواکو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

د کندهار ولایت مطبوعاتي مسوول داوا خان مینه پال خالد هادي تورن کړ، چې د ژورنالیزم اصولو خلاف یې مطالب خپاره کړي او په خپلو لیکنو کې ې او شخاصو کسانو ته سپکاوی کړی دی.

د مینه پال په وینا د بېنوا مسوول مدیر د ملي امنیت څارنوالۍ ته سپارل شوی او څېړنې ترې روانې دي.

مګر بېنوا خبر پانه کې د ولایتې ادارې دا ادعا رد کړې او وې ویل چې هادي د کندهار والي د فساد یادولو او مطرح کولو له مله بندي شو دی.

خالد هادې دکندهار اوسیدونکی دی چې په امریکا کې ژوند کوي، ویل کیږي هغې د خپلوانو او ملګرو لیدو لپاره دې ولایت ته سفر کړی و.

د افغانستان خبریالانو مرکز د بېنوا ویب سایټ مسوو مدیر نیول غیري قانوني کار ګڼي او د کندهار ولایتي چارواکو څخه غوښتنه کوي، هر څومره ژر چې مکان ولري هغه له بنده ازاد او خپل شکایت د ډله ییزو رسنیو ګډ کمېسیون له لارې په شریکه تعقیب کړي.