د عبدالمنان ارغند مړينه د هېواد د رسنيو ټولنې لپاره ستره ضايعه ده.

د عبدالمنان ارغند مړينه د هېواد د رسنيو ټولنې لپاره ستره ضايعه ده.

۵ غوايي ۱۳۹۷

کندهار: د افغانستان د خبريالانو مرکز په کندهار کې د کابل نيوز تلويزيون خبريال عبدالمنان ارغند مړينه د هېواد د رسنيو ټولنې لپاره ستره ضايعه ګڼي او له اړوند چارواکو غواړي چې د دې پېښې په جدي څېړنې يې عاملين ونيسي.

دا خبريال چې نن ورځ سهار مهال له کوره د کارځای په لور روان و، د ناپېژانده وسله والو تر بريد لاندې راغی او خپل ژوند يې له لاسه ورکړو.

تر اوسه د دې بريد پړه کوم شخص او يا ډلې پر غاړه نه ده اخېستې.

په پام کې ده چې د دې ځوان خبريال جسد نن مازيګر له کوره د کندهار ښار د مرچي کوتل سيمې ته راوړل شي او د دې ځای په هديره کې خاورو ته وسپارل شي.

ارغند په کندهار کې له پېژندل شويو خبريالانو څخه و چې اوږده رسنيزه سابقه يې درلوده. هغه د مرګ پر وخت له کابل نيوز سره کار کولو.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د عبدالمنان ارغند مړينه د هېواد د رسنيو ټولنې او په ځانګړي ډول په کندهار کې د هغه همکارانو ته لويه ضايع ګڼي او له کورنۍ سره يې د خواخوږۍ د څرګندولو تر څنګ له اړوندو بنسټونو غواړي چې د دې پېښې د جدي څېړنې تر څنګ د دې جنايت عاملين ونيسي.

افغانستان په وروستيو ۱۷ کلونو کې د رسنيو د آزادۍ په برخه کې د پرمختګ سربېره هم د خبريالانو او د رسنيو د نورو کارکوونکو په وړاندې د جنايتونو او تاوتريخوالي د زياتېدو شاهد و.

په ۱۳۹۶ لمريز کال کې په مختلفو قصدي پېښو کې چې د داعش او طالبانو له خوا پلان او سرته ورسېدې؛ د هېواد په مختلفو سيمو کې ۲۱ تنه خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړو.