د کندهار ځانمرګو بريدونو کې د يو خبريال او انځور اخېستونکي ټپي کېدل

د کندهار ځانمرګو بريدونو کې د يو خبريال او انځور اخېستونکي ټپي کېدل

۱۸ چنګاښ ۱۳۹۳

کندهار: د کندهار ولايت او پوليسو پر ودانۍ د طالبانو د ځانمرګو بريدګرو د چهارشنبې د ورځې په بريدونو کې د پژواک خبري آژانس خبريال بشير احمد نادم او د هېواد تلوېزيون کيمره مين عبدالله هم ټپيان شوي دي.

دا خبريال او کيمره مين هغه وخت ټپيان شول چې د ولايت ودانۍ ته نږدې يو د چاودېدونکو موادو ډک موټر ته چاودنه ورکړل شوه. له بده مرغه په دې بريد کې ۵ پوليسو او غير نظاميان مړه او ۱۶ تنه ټپيان شول چې په کې ۶ پوليس او ۹ غير نظاميان و.

په دې پېښه کې بشير احمد نادم د چاودېدونکي موټر د پرزې لګېدلو له وجې د پښې په برخه کې ټپي شوی او عبدالله هم د چاودنې د شدت او په ځمکه د لګېدو له وجې سرسري ټپي شوی دی او په يو خصوصي روغتون کې تر درملنې لاندې دي او له نېکه مرغه د دواړو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.

د افغانستان د خبريالانو مرکز له خبريالانو غواړي چې د امنيتي پېښو د پوښښ لپاره؛ خپل امنيت او خونديتوب ته لومړيتوب ورکړي او د احتياط له مخې کار وکړي.