د هیواد جنوبي زون ۳۰ تنه خبریالانو ته د خوندیتوب ښوونیز پروګرام ترسره شو

۱۳۹۸ جدي ۷ مه

کندهارـ د جنوبي زون خبریالانو د لا امنیت لپاره ښوونیز پروګرام چې په کندهار ښار کې د هلمند، ارزګان، کندهار او زابل ولایتونو څخه د ۳۰ خبریالانو په ګډون جوړ شوی و پای ته ورسېد.

 

د افغانستان دخبریالانو مرکز اجرائیوي رئیس احمد قریشي وایي چې دا پروګرام د افغانستان خبریالانو مرکز د پراخه پروګرامونو د یوې برخې څخه دی چې د خبریالانو او په هیواد کې د خبري رسنیو د امنیت خوندیتوب په موخه پېل شوی دی.

د هغه په وینا، یاد پروګرام د خبریالانو خوندیتوب لپاره د چمتو شوي کتاب د ویش او تشریح سربېره، له یوبل سره د خبریالانو د تجربو شریکول، د ګډون کوونکو د وړاندېزونو او نظرونو راټولول، د خبریالانو امنیت لپاره د عدالت غوښتنې او د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شویو جرایمو برخه کې له سزا څخه د معافیت کتلور ختمولو برخو کې ترسره شوې دی.

په کندهار کې د افغانستان دخبریالانو مرکز استازی عزیز الله پوپل وویل په دې پنځه ورځني ښوونیز پروګرام کې له هلمند، ارزګان، کندهار او زابل ولایتونو څخه ۳۰ تنه خبریالانو ګډو کړای و.

د پوپل په وینا، د دې پروګرام ځینې برخې د ټولو ګډونوالو په شتون او ځینې نورې برخې یې د رسنیو په دفترو کې د فزیکي، آنلاین، ډیجیټالي او رواني امنیت په برخو کې ترسره شوې دي.

دا پروګرام له دې مخکې په شمال ختیځ زون(کندز)، شمال(مزار شریف) او مرکزي زون(بامیان) کې ترسر شو او ټاکل شوې په نورو څلورو زونونو( سوېل ختیځ، ختیځ، لوېدیځ، کابل) کې به په راتلونکو څلورو میاشتو کې ترسره شوي.

ګډون کوونکو د سوېلي زون امنیت بد ګڼلو سربېره څرګنده کړه چې خبریالان یواځې د ولایتونو او ولسوالیو له مرکزنو بهر په خطر کې نه دې بلکې هغوی د ښار په داخل کې هم امنیت نه لري چې دا حالت د خودسانسورۍ لامل شوی دی.

هلمند کې د هیواد راډیو ټلویزیون خبریال جواد داوري وویل:« هر هغه څه چې مو په دې ښوونیز پروګرام کې زده کړل د خبریالانو د خوندیتوب برخه کې زیات ګټور وو او د خپل امنیت او خوندیتوب لپاره ورځینې ګټه اخیستل دوی فایده رسولی شي.»

خو ده امنیت په راوستلو کې د سیمه ييزې ادارې د کمزورتیا او نا امني د زیاتوالي په اړه په اندېښنې ښوولو سره وویل، "تجربو راته ښوولې چې تر هر څه وړاندې باید خپله خبریالان د ځان د امنیت په اړه فکر وکړي. تر اوسه درې ځله له شدیدو امنیتي ګواښونو سره مخ شوی یم، خو د هلمند سیمه ییزې ادارې په دې اړه کوم مثبت اقدام نه دی کړی او ما خپله د امنیتي ستونزو لپاره پخپله هڅه کړې."

د افغانستان د خبریالانو مرکز د معلوماتو له مخې، له ۱۳۸۱ څخه تر ۱۳۹۸ ه.ل کال پورې تر زرو ډېر د خبریالانو پر وړاندې فزیکي تاوتریخوالي، ګواښ، فشار او ډار سره مخ شوي او د هېواد په بېلابېلو برخو کې کابو ۱۰۹ خبریالان او د رسنیو کار کوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې له دې شمېرې څخه ۱۹ پېښې یې په جنوبي زون (۹ پېښې په هلمند، ۷ په کندهار، ۲ په زابل، ۱ بله پېښه په زابل کې) کې پېښې شوې دي.