د کندهار کې رسنیو مدیرانو ته د امنېتي تګلارې(پالیسي) جوړونې ښوونیز پروګرام ترسره شو

۱۳۹۸ د جدي ۸ مه

کندهارـ کندهار ولایت کې د خبري رسنیو لپاره د امنیتي تګلارې جوړونې ښوونیز پروګرام چې د خبري رسنیو او خبریالانو د لا خوندیتوب په موخه پېل شوی و پای ته ورسېده.

دا ښوونیز پروګرام د افغانستان د خبریالانو مرکز د لویو پروګرامونو د یوې برخې په توګه دی چې د خبري رسنیو او خبریالانو د امنیت په موخه پېل شوی دی او له دې وړاندې په کندز، مزار شریف او بامیانو کې ترسره شوی او ټاکل شوې چې په خوست، جلال اباد، کابل او هرات ولایتونو کې د روانې میاشتې په اوږدو کې ترسره شي.

د امنیتي تګلارې(پالیسي) ښوونیز پروګرام د خبري رسنیو خوندیتوب لپاره د امنیتي تګلارې جوړونې د لارښود کتاب د ویش او تشریح، له یوبل سره د رسنیو مدیرانو تجربو شریکولو، د ګډون کوونکو د وړاندیزونو او نظرونو راټولو، د رسنیو د لا خوندیتوب لپاره د عدالت غوښتنې او د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شویو جرایمو معافیت ختمولو په برخو کې پلې شوی دی.

په کندهار ولایت کې د افغانستان د خبریالانو مرکز استازی عزیزالله پوپل وویل چې په دې درې ورځني ښوونیز پروګرام کې د کندهار ولایت د ۱۵ خبري رسنیو مدیرانو د امنیتي تګلارې د جوړونې څرنګوالي، د فزیکي، آنلاین او ډیجټلي او رواني امنیت برخو کې زده کړه ترلاسه کړه.

هغه یادونه کړه چې دافغانستان د خبریالانو مرکز به په راتلونکو دوه میاشتو کې کندهار ولایت کې د رسنیو مدیرانو سره د امنیتي پالیسۍ د جوړونې د څرنګوالي په اړه مرسته وکړي تر څو وکولای شي پېښ امنیتي ګواښونه د خپلو همکارانو سره مطرح کړي او دغه اندېښنو ته د رسېدنې لارې چارې په پام کې ونیسي.

د کندهار ملي راډیو ټلویزیون آمر نورالله نوري د دې پروګرام د ګټور ګڼلو ترڅنګ وویل:« رسنیو لپاره د امنیتي تګلارې جوړول زما لپاره نوې خبره ده او خوښ یم چې د افغانستان د خبریالانو مرکز له لورې چمتو شوی لار ښود راسره شریک شو او موږ ته په دې برخه کې پوهاوی را کړل شو».

هغه زیاته کړه:« فکر کوم امنیتي تګلاره جدي اړتیا ده او موږ به ضرور له خپلو همکارانو سره په مشوره په دې برخه کې اقدام وکړ.»

د مېرمن راډیو مسوولې مریم درانۍ وویل:« زموږ راډیو تر ډېره د مېرمنو اړوند مسایلو باندې تمرکز لري او موږ له دې امله چې زیاتره کار کوونکې مو ښځینه دي د سختو امنیتي ننګونو سره مخ و.»

مېرمن درانۍ د افغانستان دخبریالانو مرکز د دې پروګرام د ستاینې ترڅنګ وویل:« که څه هم د خوندیتوب او امنیت په اړه مو خپل تدابیر درلودل مګر هڅه کوو چې د خپلو همکارانو سره د مشورې له مخې دغه تدابیر د امنیتي تګلارې په چوکاټ کې ځای پرځای کړو.