د کندهار ملي راډیو تلویزیون پېژندل شوی طنزپرداز په یوه پېښه کې ټپي شو.

د کندهار ملي راډیو تلویزیون پېژندل شوی طنزپرداز په یوه پېښه کې ټپي شو.

۱۵ غویی ۱۳۹۴

کندهار: د کندهار ملي راډیو تلویزیون طنزپرداز او د مشهورو طنزي خپرونو چمتو کوونکی احمد الله مجاجو د نا معلومه کسانو لخوا سخت ټپي شو.

ځایي سرچینې وایي، نوموړی تېره شپه ماښام د کندهار دریمه امنېتي حوزه کې د نا مالومه کسانو لخوا د چاقو په وسیله ژور ټپي شوی دی.

هغې له څلورو کلو راهیسې په دې ولایت کې د ملي راډیو تلویزیون سره د طنزپرداز او د ( خوږ او تریخ) په نوم طنزیه خپرونې چمتوکوونکي په توګه کار کا وه او تر دې مخکې یې له یو شمیر نورو رسنیو سره هم کار کړی دی.

مجاجو د خلکو ستونزې په طنزي ژبه بیانولې او خپرونې یې، ډیر مینه وال هم درلودل.

تر اوسه د حمله کوونکو هویت او د برید انګېزه روښانه نه ده خو د دې ولایت پولیس وايي چې په دې اړه یې څېړنې پېل کړي دي.

د افغانستان خبریالانو مرکز د دې برید غندنې ترڅنګ له ولایتي ادارې غوښتنه کوي، چې په قاطعیت سره دا پېښه وڅیړي او ترسره کوونکو ته په سزا ورکولو سره اجازه ورنه کړي، چې د خلکو ستونزو بیانو لپاره طنزیه ژبه محدوده او سانسور سره مخ کړي.