د کندهار ملي راډیو تلویزیون انځور اخیستونکی محمد سلیم انګار نن په یوه تروریستي پېښه کې ووژل شو.

د کندهار ملي راډیو تلویزیون انځور اخیستونکی محمد سلیم انګار نن په یوه تروریستي پېښه کې ووژل شو.

 

۲۶تله ۱۳۹۷

د کندهار ملي راډیو تلویزیون انځور اخیستونکی محمد سلیم انګار په هغه تروریستي پېښه کې چې نن ورځ د دې ولایت په مقام کې وشوه ووژل شو.

کندهار کې د افغانستان خبریالانو مرکز استازی عزیزالله پوپل وایي دا پېښه  نن له غرمې وروسته شاوخوا ۳ بجې د محلي ادارې او بهرنیو ځواکونو او ناټو مشرانو له ناستې وروسته د ولایت په مقام کې پېښه شوې ده.

هغه د ځایي سرچینو له قوله وایي چې د یو وسله لرونکي تن ډزو پایله کې د دې ولایت امنیه قومندان جنرال عبدالرازق په ګډون وژل شوی او یو شمیر نور محلي چارواکي ټپیان دي.

پوپل څرګنده کړه چې د دې ډزوله له امله د کندهار ملي راډیو ټلویزون انځورګر محمد سلیم انګار چې په سلیم جان مشهور و؛ وژل شوی دی.

دا پینځمه تروریستي حمله ده چې روان کې له خبریالانو قرباني اخلي. تیره میاشت د طلوع تلویزیون ژورنالیست او انځوګر یوه ځان وژونکې پېښه کې ووژل شول. له دې یوه میاشت مخکې د کابل شش درک سیمه کې د شوي ځانمرګي برید خبري پوښښ پرمهال یو ډله خبریالان د یو بل ځان وژونکې تن لخوا په نښه شول.

پدې حمله کې ۹ ژونالیستانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او کم ترکمه ۸ نور ټپیان شول. له دې پېښې یو ساعت وروسته خوست ولایت کې د نامعلومه وسله والو لخوا یو سیمه ییز خبریال په نښه او ووژل شو.

روان کال په افغانستان کې ټول ټال ۱۵ خبریالان او د رسنیو یو کار کونکی د هیواد په مختلفو برخو کې ژوند له لاسه ورکړی. د دې ټولو حملو مسوولیت داعش ډلې منلی دی.

د افغانستان خبریالانو مرکز د پېښې غندنې ترڅنګ، د محمد سلیم انګار نشتون د هیواد رسنیو لپاره یوه لویه تشه ګڼي او د نوموړي کورنۍ او کندهار ملي راډیو تلویزیون کې د نوموړي همکارانو سره غم رازي ښکاره کوي.

د خبریالانو ملاتړ دا مرکز په ورته وخت کې له افغان حکومت د دې پېښې د جدي څیړنې او  پېښه کې ښکیلو کسانو سره د قانوني چلند ترسره کولو غوښتنه کوي.