کندهار کې خبریال حمید هوتکي ووژل شو‎

کندهار کې خبریال حمید هوتکي ووژل شو‎

۳ تله ۱۳۹۸

کندهار: د هیواد رادیو خبریال عبدالحمید هوتکي په کندهار کې د یوې بمی چاودنې په ترځ کې وژل شوی.

هغه لمړی ټپي او وروسته يې په میرویس روغتون کې ساه ور کړه.

حمید هوتکي د حقوقو پوهنځی لوستی وو او له تیرو ۸ کالو راهیسې يې له هیواد مطبوعاتي ګروپ سره په هیواد رادیو کې د خبریال په توګه دنده لرل.

د هیواد رادیو د نشراتو مدیر نور احمد پښتون وايې چې هوتکي تیره شپه د ایوبي په نوم روغتون ته د کورنۍ له غړو سره ورغلی وو چې په نږدې سیمه کې د دولت جوړونې ټاکنیز دفتر سره د بمي چاودنې له کبله د روغتون په سیښو کې هوتکي لمړی ټپي شوی او بیا يې د ژورو ټپونو له کبله نن سهار وختي په میرویس روغتون کې ساه ور کړې.

ده وويل چې د حمید هوتکي کورنۍ هم ټيټ اقتصادي حالت لري او دی يې یوازنی د کور مشر وو.

ټاکل شوې چي د هغه جنازه نن خاورو ته په کندهار کې وسپارل شي.