زرنج ښار کې یو سرک د خبریالانو په نوم ونومول شو.

زرنج ښار کې یو سرک د خبریالانو په نوم ونومول شو.

۲۰ لړم ۱۳۹۵

زرنج: د نیمروز ولایتي ادارې زرنج ښا رکې د رسنیو قربانیانو او د خبریالانو د نه ستړې کیدونکي خدمت له امله یو سرک د خبریالانو په نوم ونوماوه.

پدې اړه نن په جوړو شويو ځانګړو مراسمو کې چې زرنج ښار کې ترسره شول د والي او یوشمیر نورو محلي چارواکو په ګډون، یوشمیرخبریالانو، د رسنیو ټولنو استازو له ډلې هرات ولایت کې د افغانستان خبریالانومرکز مسوول په رسمي ډول د یوې لوحې په نصبولو په رسمي ډول ونومول شو.

داسرک څلورمه ناحیه کې د ولایت مقام اوامنیه قومندانۍ ترمنځ غځیدلی دی، چې شاوخوا یوکیلومتر اوږد والی او ۱۸ متره پراخوالی لري.

د نیمروز والي محمد سمیع وویل: « د نیمروز ولایت محلي اداره د بیان په ازادۍ باور لري او د رسنیو له ازادۍ ملاتړ کوي نو له همدې امله یې زرنج ښار کې دا سرک د خبریالانو په نوم ونوماوه.»

هغه وایي دا پریکړه یې د هیواد لويدیځه حوزه کې د یوشمیر خبریالانو او له رسنیو د ملاتړ ټولنو لخوا چې نیمروز ته یې سفر کړی و په غوښتنه او د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په همغږۍ کړې ده.

هرات ولایت کې د افغانستان خبریالانو مرکز استازی عبدالقیوم پدرام قاضي زاده چې نیمروز ولایت ته د هرات ولایت خبریالانو د سفر ملګری دی؛ د ځایي ادارې له دې کار ستاینه وکړه.

هغه هیله وښوده چې نیمروز ولایت کې د بیان ازادي او د خپلواکو رسنیو فعالیت د وخت په تیریدو سره غښتلی شي.

په دې مراسمو کې محلي خبریالانو مرکز کابل کې د رسنیو ملاتړ ټولنو باندې له دې امله نیوکه وکړه، چې په وروستیو کلونو کې یې دې ولایت کې د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، ستونزو او دوی ته د پېښو ګواښونو برخه کې په سم ډول کار ندی کړی.

نیمروز د هیواد په جنوب لويدیځ کې پروت دی او له ایران او پاکستان هیوادونو سره ګډه پوله لري. د ملي راډیو تلویزیون سره بیره پدې ولایت کې یوه دولتي نشریه او درې شخصي راډیو ګانې فعالیت کوي.