په ارزګان کې د احمد امېد خپلواک نهم تلین ولمانځل شو

۶ اسد ۱۳۹۹

ترینکوت- له نن څخه پوره نهه کاله وړاندې په ارزګان کې ازاد خبريال احمد امېد خپلواک د بهرنيو ځواکونو په يوه هوايي بريد کې هغه مهال ووژل شو کله چې د ارزګان ملي راډيو ټلويزیون ودانۍ ته ځانمرګي بريدګر ننوتل.

په ارزګان کې مېشت خبريالان وايي، لاهم د کار پر مهال د ښکېلو خوا له لوري له ګواښونو سره مخ دي او ترڅنګ يې چارواکي پر وخت معلومات نه ورکوي.
په دغه ولايت کې مېشت سيمه‌ييز او د نړيوالو رسنيو خبريالانو له ښکېلو اړخونو غوښتنه وکړه چې د کار پرمهال دې ورته ستونزې نه جوړوي او پر وخت دې ورسره معلومات شريک کړي.
په ارزګان کې مېشت خبريالان له زياتو ستونزو سره مخ دي. هر ورځ د بېلابېلو ډلو له لوري ګواښونه ورته کېږي. موږ د خبریالانو له ملاتړو ټولنو، حکومت او ښکېلو لورو څخه غواړو چې د کار پر مهال د خبریالانو ژوند ته جدي پام وکړي.
خدای بښلی احمد امېد خپلواک نهه کاله وړاندې د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې هغه مهال د بهرنیو ځواکونو له لوري په تېروتنه کې په نښه شو چې هلته د ملي راډیو ټلویزیون انګړ ته ځانمرګي بریدګر دننه شول.
نوموړی هغه مهال په ارزګان کې د بي بي سي راډیو او نورو رسنیو سیمه‌ییز خبریال و.
د احمد امېد خپلواک د کورنۍ غړي، مېشت خبريالان او مدني فعالان له حکومته غوښتنه کوي چې په ارزګان کې دې يوه سیمه د احمد امېد خپلواک په نوم ونومول شي.
"موږ له حکومت څخه غواړو چې په ارزګان کې يو ښوونیز مرکز او يا هم کومه بله سیمه د شهيد احمد امېد خپلواک په نوم ونوموي."
خپلواک ۲۵ کلن و، واده یې کړی او د دوو میاشتو یوه لورکۍ هم ترې پاتې شوه .