په ارزګان کې لومړنی خصوصي تلویزیون پرانیستل شو

۱۳۹۹ دلو ۱۲ مه

ترینکوټ- "پیوستون" خصوصي تلویزیون د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښارکې افتتاح شو. دا په دې ولایت کې لومړی غیردولتي تلویزیون دی چې پرانیستل کیږي.

د پیوستون تلویزیون مسؤل مدير خان محمد سیال د افغانستان دخبریالانو مرکزته وویل چې دا رسنۍ تیره ورځ، په رسمي توګه د ولایتي چارواکو، د رسنيو ټولنې استازو او مدني فعالانو په شتون کې د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.

د نوموړي په وينا، پيوستون په ټولنيزو، سياسي او کلتوري پروګرامونو په تمرکز سره، کار پيل کړی دی او په اوس وخت کې يې پروګرامونه په ترينکوټ ښار او شاوخوا سيمو کې د لاسرسي وړ دي.

سیال زیاته کړه: «د دې تلویزیون خپرونې دسهار په ۷بجو پیلیږي او دشپې تر ۱۱ بجو پورې دوام کوي مګر  په اوس وخت کې د ښاري برېښنا نه شتون او د جنراتوري برېښنا بیې لوړ والي له امله امکان لري د ورځې په اوږدو کې زموږ فعالیت په منظم ډول نه وي.»

د خان محمد سیال د معلوماتو له مخې، د پېوستون تلویزیون د فرید الله مطیع په شخصي پانګونه جوړ شوی دی. مطیع له دې وړاندې په ۱۳۹۰ کال په ترینکوټ کې د پیستون په نوم راډیو هم جوړه کړې وه چې تر اوسه پورې فعالیت کوي.

د ارزګان والي محمد عمر شیرزاد د پیوستون تلویزیون د پرانیستې مراسیمو کې د دې رسنۍ د فعالیت پېل څخه د هرکلي ترڅنګ؛ د ازادو رسنیو په فعالیت او معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي په اهمیت باندې خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې خلک حق لري د حکومت له کړنو خبر شي او دا زمېنه رسنۍ چمتو کوي.

د افغانستان دخبریالانو مرکز اجرایي رئیس احمد قریشي وویل چې په ارزګان ولایت کې د پیوستون تلویزیون جوړول، هغه هم په داسې وخت کې چې په هیواد کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې ګواښ زیات شوی دی او د هغوی اقتصادي ستونزې هم زیاتې شوي دي، په ځانګړې توګه په دې ولایت کې د بیان ازادۍ او اطلاعاتو ازاد ګردش په برخه کې یو مهم او حیاتي ګام دی.

هغه زیاته کړه:«تمه ده پیوستون تلویزیون په ارزګان ولایت کې د لومړنۍ خصوصي انځوریزې رسنۍ په توګه د رڼې او متوازنې اطلاع رسوونې او د خلکو نظرونو ته د انعکاس ورکولو په برخه کې رغنده فعالیت وکړي.»

دافغانستان دخبریالانو مرکز اجرایي رئیس په وینا؛ حکومت په ځانګړې توګه د ارزګان سیمه ییزه اداره، د قانون له مخې مکلف ده چې د رسنیو ملاتړ وکړي؛ ترڅو رسنۍ وکولی شي د یوې آزادې ټولنې په ملاتړ او پیاوړتیا کې خپل رول ولوبوي چیرې چې د هرچا غږ پکې اورېدل کېږي.

اوسمهال په ارزګان ولایت کې د ملي راډیو او تلویزیون(دولتي) سربیره پنځه راډیو ګانې او یوه دولتي اوونیزه فعالیت کوي.