په ترينکوټ کې د پژواک او بي بي سي د خبريال وژل کېدل

په ترينکوټ کې د پژواک او بي بي سي د خبريال وژل کېدل

کابل، پنجشنبه ۶ زمري ۱۳۹۰

د پژواک خبري اژانس او بي بي سي سيمه یيز خبريال احمد اميد خپلواک په ارزګان ولايت کې د طالبانو ډلې اړوند بريد کوونکو له خوا د دې ولايت د راډيو تلويزيون پر ودانۍ بريد کې ووژل شو.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د راډيو تلويزيون پر ودانۍ بريد چې يوه غير نظامي موخه ده؛ د غندلو تر څنګ د احمد اميد خپلواک د شهادت په هکله خپل ژور خفګان ښکاره کوي او د دې ځوان خبريال مرګ د هغه کورنۍ، همکارانو او د افغانستان د رسنيو د ټولنې غړو ته تسليت وايي.

دا بريد چې د زمري په ۶ نېټه د ورځې شاوخوا دولس بجې شو؛ د راډيو تلوېزيون د ودانۍ تر څنګ يې د ترينکوټ ښار څو دولتي ودانۍ تر بريد لاندې ونيولې چې په ترڅ کې يې نږدې ۲۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړو او ۳۸ تنه ټپيان شول چې لويه برخه يې عام وګړي و.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې اعلان کړه چې په دې بريد کې ۷ بريد کوونکو برخه اخېستې وه چې په وسلو او ځانمرګو واسکټونو مجهز و.

د پژواک خبري اژانس رئيس دانش کړوخېل د احمد اميد وژل کېدل د دې آژانس او د افغانستان د رسنيزې ټولنې لپاره لويه ضايع وبلله او په کلکو ټکو يې وغندله.

کړوخېل وويل: «احمد اميد يو وړ، ژمن او د آزادو رسنيو د فعاليت ملاتړی خبريال و چې تل به يې د پېښو بې طرفه راپور ورکولو.»

احمد اميد خپلواک په ۱۳۶۶ لمريز کال کې په کابل ښار کې سترګې نړۍ ته پرانېستې او خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې په همدې ښار کې او پاتې زده کړو ته يې د ارزګان مرکز ترينکوټ کې ادامه ورکړه.

هغه په ۱۳۸۶ کې د پژواک خبري آژانس سره وګمارل شو او په عين وخت کې يې د بي بي سي پښتو برخې سره هم همکار و.

افغانستان د خبريالانو لپاره د نړۍ يو د خطرناک ترينو سيمو دی، د ۱۳۸۰ لمريز کال راهيسې تر اوسه دا ۲۷ خبريال او د رسنيو کارکوونکی دی چې په افغانستان کې وژل کېږي.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز مشرتابه د دې ځوان، وړ او فعال خبريال مړينه د هېواد د رسنيو د ټولنې لپاره ضايع ګڼي او له کورنۍ سره يې همدردي ښکاره کوي.

خدای دې د دې ستر انسان اروا ښاده لري.