۵ غبرګولی ۱۳۹۴
قلات: د زابل ولایت خبریالان مرکز تېره ورځ د طالبانو په حمله کې زیانمن شوی او ډیره برخه وسایل یې له منځه تللي.
زابل ولایت کې د افغانستان خبریالانو مرکز مشر احمد ولي سرحدي وایي، د ولایتي شورا دفتر باندې د تېرې ورځې حمله کې چې د خبریالانو دې مرکز ته نېږدې ده زیات مالي زیان لیدلی دی.
د زابل ولایتي شورا په دفتر حمله د موټر بم ځانمرګي برید په وسیله وه شوه، د څلورو ښځو په ګډون ۷۰ تنه چې زیاتره یې ملکي وګړي دي ټپیان شوي دي او د ولایتي شورا دفتر سربېره نیږدې سیمو کې د استوګنې ودانیو ته هم زیان رسېدلی دی.
طالبانو د دې برید مسوولیت منلی دی.
سرحدي زیاته کړې له نېکه مرغه د دې پېښې د ترسره کېدو په وخت کې یو خبریال هم په دې دفتر کې شتون نه درلود.