قلات کې د شمشاد تلویزیون خبریال او انځورګر ټپي کیدل

۱۸ وری ۱۳۹۲

قلات-شمشاد تلویزیون تایید کړه چې قلات کې تېرې ورځې ځانمرګي برید کې د دې تلویزیون خبریال ضیا عابد او کامره مېن مصطفی ټپان شوي دي.

دا حمله د شنبې په روځ له غرمې مخکې د زابل ولایت مرکز قلات ښار کې محلي روغتون ته نیږدې د وسله والو طالبانو اړوند ځانمرګي بریدګر له لورې چې په موټر کې سپور و پېښه شوه.

د شمشاد تلویزیون خپرونو مسوول بشیر هاتف دافغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې دوه تنه د امریکا سفارت او آیساف هئیت سره د یوې پروژې پرانېستې په موخه قلات ته استول شوي وو.

هغې وویل ضیا او مصطفی چې د حکومتي او خارجي مسوولینو کاروان سره مل وو په دې حمله کې سر سري ټپیان شوي دي او روغتون کې له درملنې وروسته رخصت شوي دي.

هاتف زیاته کړه، ضیا عابد او مصطفی اوس مهال د ولایت مېلمستون کې دي چې ژر به کابل ته وګرځي.

د زابل ولایت امنیه قومندان روغ لیوني په وینا د دې حملې موخه د دې ولایت والي اشرف ناصري و خو دې پېښه کې والي ته زیان نه دی رسېدلی مګر د قلات ځایي روغتون یو کار کونکی وژل شوی او د والي ساتونکی ټپي شوی دی.

د افغانستان لپاره دامنیت او مرستندويه نړوال ځواک( ایساف) تېره ورځ پخلی وکړ، چې دې پېښه کې د دې ځواک درې عسکر او دوه بهرني غیرې نظامي کار کوونکي وژل شوي دي.