زابل ولایت کې د ملي راډیو تلویزیون خبریال وژنه د افغانستان رسنیو ټولنې ته لوی ګذار دی

زابل ولایت کې د ملي راډیو تلویزیون خبریال وژنه د افغانستان رسنیو ټولنې ته لوی ګذار دی

۲۶ تله ۱۳۹۵

قلات: د افغانستان خبریالانو مرکز قلات ښار کې د ملي راډیو ټلویزیون خبریال محمد یعقوب شرافت وژنه، د هیواد رسنیو لپاره سخته او لویه تشه بولي او هغه په کلکو ټکو غندي.

۲۳ کلن شرافت تېره شپه شاوخوا ۶ بجې د غزني ولایت مرکز قلات ښار کې خپل کورته پرلار موټر کې نا معلومه وسله والو کسانو په ډزو ویشتی او وژلی دی.

زابل ولایت کې د افغانستان خبریالانو مرکز استازی وایي، وسله وال کسان د دې جرم له ترسره کولو وروسته د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

هغه د شرافت خپلوانو له قوله وایي چې دې خبریال له چا سره دوښمني نه درلوده او له دوه کالو راهیسې یې ملي راډیو ټلویزیون سره کار کاوه او د یوشمېر ځایی رسنیو له جملې ((زابل ټایمز)) سره هم همکار وو

له وژل شوي خبریال څخه مېرمن او یوه لور پاتې شوه

د زابل پولیسو مشر میروېس نورزی وایي د حمله کوونکو انګېزه او هو یت تر اوسه معلوم نه دی خو پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړي دي.

د افغانستان خبریالانو مرکز په دې خبریال حمله او وژنه ټکان ورکونکی جرم او د هیواد رسنیو ټولنې ته لوی ګوزار ګڼي او له ولایتي ادارې غوښتنه کوي، هر څومره ژر چې امکان ولري د دې جرم ترسره کوونکی معلوم او د قانون منګولو ته وسپاري.

افغانستان په وروستیو ۱۵ کلونو کې د رسنیو ازادۍ برخه کې پرمختګ کړی خو په زیاته اندازه له خبریالانو او رسنیو کار کوونکو سره د تاوتریخوالي او جرم ترسره کیدو شاهد هم پاتې شو دی.

دې وخت کې ۶۴ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي دي. یواځې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د شرافت جان په ګډون درې خبریالانو ژوند له لاسه ورکړی دی.