کورنیو چارو وزارت دې زابل ولایت کې د باختراژانس خبریال وهلوډبولو قضیې ته رسیدګي وکړي.

۷ غبرګولی ۱۳۹۶

قلات: د افغانستان خبریالانو مرکز زابل ولایت مرکز قلات ښار کې د یوشمیر پولیسو لخوا د باختراژانس خبریال وهلو پېښه په کلکو ټکو غندي او له کورنیو چارو وزارت غوښتنه کوي، چې د پېښې څیړنې سره دې روښانه کړي، چې دا ډول کارونه ورته د زغم وړ نه دي.

نور الله انوري په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي، چې تیره ورځ یې غوښتل قلات ښار کې د پولیسو لخوا پیدا شوي جنجال څخه انځورونه واخلي؛ خو د لومړۍ حوزې امر او پولیسو ډیر ووهلم او ترڅنګ یې موبایل او کامره هم راڅخه واخیستل.

د زابل ولایت پولیسو قومندان تراوسه پدې اړه څه ندي ویلي مګر ولایتي ادارې ویلي دي چې د پېښې څیړنه به وکړي.

د افغانستان خبریالانو مرکز د قلات ښار لومړۍ حوزې پولیسو امر او ورسره ملګرو پولیسو دا کار د خپل سرۍ، قانون څخه تېښته، د نور الله انوري مسلکي کار مخنیوی د دې خبریال سپکاوی بولي او په کلکو ټکو یې غندي.

د هیواد قوانینو سره سم په ځانګړې توګه اساسي قانون، ټولنیزو رسنیو قانون کورنیو چارو وزارت د قانون سره سم د بیان ازادۍ په ملاتړ موظف دی او هیڅ حکومتي کار کوونکی او امنیتي کس حق نه لري چې له رسنیو خپلواکي واخلي.

د افغانستان خبریالانو مرکز د کورنیو چارو وزارت غوښتنه کوي، چې د هیواد قوانینو سره سم یو هیئت د پېښې د جدي څیړنې لپاره وټاکي او ترسره کوونکو سره یې قانوني چلند وکړي.

د کورنیو چارو وزارت باید پدې برخه کې روښانه کړي، چې قانون د پولیسو په ګډون چې په هر موقف کې وي عملي کوي او اجازه نه ورکوي له سزا څخه تېښته دې وزارت کې په کلتور بدل شي.