په زابل کې يو سيمه یيز خبريال د چاقو په وارونو سخت ټپي شو.

په زابل کې يو سيمه یيز خبريال د چاقو په وارونو سخت ټپي شو.

۲۲ لړم ۱۳۹۵

قلات: په زابل کې ولايتي چارواکي چې په دې ولايت کې يو سيمه یيز خبريال د نامعلومو وسله والو کسانو له خوا د چاقو په وارونو سخت ټپي شوی دی.

په زابل کې د افغانستان د خبريالانو د مکز مسوول احمد ولي سرحدي وايي چې دا پېښه د جمعې ماښام د دې ولايت مرکز قلات ښار اړوند سينک سيمه کې رامنځته شوې ده.

د هغه په وينا، بريدګر چې شمېر يې درې تنه ياد شوی د عصمت الله قايل په شا او لاس د چاقو له وارونو وروسته له سيمې تښتېدلي دي.

سرحدي وويل چې قايل روغتون ته لېږدول شوی او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.

د قلات د لومړنۍ امنيتي حوزې آمر همايون ګلزار وويل چې يو بريدګر د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوی دی او تر څېړنو لاندې دی.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د دې پېښې د سختې غندنې تر څنګ د زابل ولايت له سيمه یيزو مسوولينو غواړي چې په جديت سره دې پېښې ته رسېدنه وکړي او د ټولو بريدګرو د قانوني څارنې زمينه برابره کړي.

په دې وروستيو مياشتو کې په زابل کې پر خبريالانو او رسنيزو فعالانو بريد او ګواښ د اندېښنې وړ بهير درلود.

د روان کال د تلې پر ۲۵ نېټه په دې ولايت کې د ملي راډيو تلويزيون خبريال د يو نامعلوم وسله وال کس له خوا په قلات ښار کې ووژل شو. د والي په شمول د دې ولايت د يو شمېر سيمه یيزو مسوولينو له خوا د انتقادي ليکنو د خپرولو له وجې د څو خبريالانو ګواښل او پرې فشار راوړل له نورو هغو پېښو دي چې په دې موده کې رامنځته شوي دي.

افغانستان په وروستيو ۱۵ کلونو کې د رسنيو د خپلواکۍ په برخه کې د پرمختګ سربېره هم د خبريالانو د رسنيو کارکوونکو په وړاندې د زياتو جنايتونو او تاوتريخوالي شاهد هم دی.

په دې موده کې په هېواد کې ۶۵ خبريالان او د رسنيو کارکوونکي وژل شوي دی؛ يواځې د روان کال په لومړنيو شپږ مياشتو کې څلورو خبريالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.