زابل ولایت کې یو سیمه ییز خبریال د معلوماتي انتقادي مطلب خپرولو له امله پولیسو ونیوه.

زابل ولایت کې یو سیمه ییز خبریال د معلوماتي انتقادي مطلب خپرولو له امله پولیسو ونیوه.

۲۴ تله ۱۳۹۵

قلات: د افغانستان خبریالانو مرکز د زابل ولایت ټولګټو چارور رئیس په اړه د مالوماتي او انتقادي مطلب خپرولو له امله دې ولایت کې د یو سیمه ییزخبریال د جلب حکم په کلکو ټکو غندي.

د زابل ولایت استیناف څارنوالۍ په رسمي لیک کې د دې ولایت پولیسو غوښتي دي، تر څو ازاد خبریال احمد ولي سرحدي د دې ولایت ټولګټو چارو رئیس محمد علم شکایت له امله جلب او پلټنې ترې وکړي.

دې لیک کې چې یوه نسخه یې د افغانستان خبریالانو مرکز ته رسېدلې راغلي، چې دا شکایت د ولایت مقام له لورې شوی نو له همدې امله اړینه ده چې له سرحدي تر حقیقت معلومېدو پورې پلټنه وشي او څارنوالۍ ته ورپېژندل شي.

احمد ولي سرحدي وایي دا حکم د روانې میاشتې په ۱۷ نېټه شوی دی، هغه له دې امله چې دا حکم د والي په غوښتنه او فشار سره ورکړل شوی نه دې منلی او د پولیسو غوښتنې ته یې د رد ځواب ویلی دی.

هغه وایي د روانې میاشتې په ۱۳ نېټه یې د ټولګټو چارو رئیس له قوله یو مطلب په خپل فیسبوک او کابل ټایمز ویب سایټ کې خپور کړې دی، لیکلي وو وسله والو طالبانو په دې ورځو د یو سړک د بیا رغونې لپاره د ټولګټو چارو ریاست له لورې اجاره شوی یو لوډر د قلات او شاه جوي ولسوالۍ پر لار له ځان سره وړی دی.

خو دې ځایي چارواکي یادونه کړې وه چې د دې لوډر وړونکي ټېلر چلوونکی د طالبانو له کمین څخه په تېښته بریالی شوی دی.

له دې سره سره سرحدي د یوې امنیتي سرچینې له قوله لیکلي وو، چې د ټولګټو رئیس پولیسو سره له همغږۍ پرته په دې لار سفر کړی او امکان لري چې دا ځایي چارواکي طالبانو ته د دې موټر سپارلو کې لاس ولري.

سرحدي دې مطلب په پای کې لیکلي چې د والي د بې کفایتۍ له امله د ځایي چارو پر مخ وړلو لپاره لازمه همغږي نشته او تر دې چې، تر اوسه د ټولګټوچارو رئیس څخه د دې بې غورۍ له امله پلټنه هم نه ده شوې.

د افغانستان خبریالانو مرکز له غیري مستقیمې لارې پر دې خبریال د والي فشار او په ځانګړې توګه د جلب حکم په کلکو ټکو غندي او په مرکز کابل کې له اړونده ادارو غواړي چې دې قضیې ته رسیدګي وکړي.

له خبریالانو د ملاتړ دا بنسټ ټینګار کوي چې له قانون سره سم یواځې رسنیزو سرغړونو او شکایتو نو ته د رسېدنې کمیسیون په صلاحیت سره کولی شي؛ د رسنیو او خبریالانو په اړه شکایتونو ته رسیدګي وکړي او د تاید په وخت کې یې څارنوالي ته وروپیژني او د عدلي او قضایي تعقیب لاندې یې ونیسي.

د افغانستان خبریالانو مرکز په دې باور دی چې هیڅ شخص او یا اداره نه شي کولی له واک ناوړه ګټه واخلي او د فیسبوک له لارې د انتقادي مطلب له امله د یو خبریال د جلب کولو امر ورکړي نو له همدې امله باید دې ډول کړنو ته د پای ټکی کیږدي.

تېره اونۍ دې ته ورته یوه پېښه غور ولایت کې هم شوې وه، چې د مرکزي حکومت د لوړ پوړو چارواکو د فشار له مله په پای کې د دوه خبریالانو د جلب حکم د دې ولایت څارنوالۍ له لورې لغوه شوو.